Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مارچ ۸ مه؛ افغانې ښځې د خپلو حقونو غوښتنه کوي

د مارچ ۸ مه؛ افغانې ښځې د خپلو حقونو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/09

د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځ نوم به مو ښايي بیا بیا له رسنیو او یا د ملګرو ترمنځ په خبرو کې ډېر اورېدلی وي، خو آیا پوهېږئ دا ورځ د څه لپاره نمانځل کېږي، په کومه نېټه او آیا د خوښۍ ورځ ده که د اعتراض؟

له یوې پېړۍ ډېره موده کېږي چې د نړۍ لر او بر کې خلک د مارچ ۸ مه د ښځو  نړیوالې ورځې په نوم نمانځي.

د ښځو نړیواله ورځ د کارګرانو له یوه غورځنګ سرچینه اخلي او وروسته ملګرو ملتونو هم د يوې نړیوالې ورځ په توګه منلې او هر کال یې نمانځي.

د دې ورځې تُخم په ۱۹۰۸ زېږدیز کال په نیویارک کې د ۱۵ زرو ښځو د یوه اعتراضي لاریون پر مهال چې دوی په کې د لنډو کاري ساعتونو، لوړې تنخوا او دغه راز د رایې د حق غوښتنه وکړه، وکرل شو.

له دې اعتراض یوکال وروسته د امریکا سوسیالېست ګوند د ښځو لومړۍ ملي ورځ اعلان کړه. د دې ورځې د نړیوال کېدو نظریه د کلارا زېټکېن په نوم یوې ښځې له خوا رامخته شوه.

هغې دا وړاندیز په ۱۹۱۰ کال کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړیوال کنفرانس کې مطرح کړ.

 په دې کنفرانس کې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو ۱۰۰ ښځو ګډون کړی و او په پرېکنده توګه یې دغه وړاندیز ومانه.

دا ورځ په لومړي ځل په ۱۹۱۱م کال په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلنډ کې ونمانځل شوه چې په ۲۰۱۱ کال یې پېړۍ پوره شوه. سږکال موږ د ښځو ۱۱۴مه نړیواله ورځ نمانځو.

چارې یې ترهغې وروسته رسمي شوې چې ملګرو ملتونو هم په ۱۹۷۵ زیږدیز کال د دې ورځې نمانځل پیل کړل.

دا ورځ (د مارچ ۸ مه) تر ۱۹۱۷زېږدیز کال پورې روسیه کې د جګړې پر مهال د «سولې او ډوډۍ» لپاره د ښځو تر اعتراض پورې نه وه رسمي شوې.

د ښځو همدې څلور ورځني اعتراض د څار(تزار) روسیې رژیم استعفاء ته اړیست او پر ځای یې رامنځته شوي لنډمهاله حکومت ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ.

د دې اعتراض پیل د زیږدیز کال د مارچ له اتمې سره سمون خوري او له همدې ځایه تر ننه د مارچ ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې یو شمېر ښځې بیا د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

دوی وايي، که څه هم د سرپرست حکومت له جوړېدو نږدې څلور کاله تېرېږي، خو لا تراوسه هم په افغانستان کې د ښځو بشري حقونو او غوښتنو ته پام نه ‌دی شوی.

د ښځو  حقونو فعاله مژده عزیزي وايي: « د ښځو کاري امنیت د ښځو پر روغتیا منفي اغېز کړی. د مارچ ۸ مه  په کالیزه کې یوه ورځ نه ده. موږ په دې ورځ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې زموږ ملي او اسلامي ارزښتونو په کتو د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي او ښځو ته لا ډېر کاري فرصتونه برابر کړي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله رڼا صفدري وايي: « په افغانستان کې د ښځو اساسي حقونه هېڅکله هم په سمه توګه نه دي ورکړل شوي او د افغانستان ښځې تل له خپلو حقونو محرومې وې.»

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي د مارچ پر ۸ مه د ښځو د پيوستون نړيوالې ورځې په مناسبت څه نه وایي، خو په تېر کې يې په ځلونو ویلي چې د افغانستان ښځو ته یې ټول شرعي حقونه ورکړي دي.

د ښځو د نړیوالې ورځې رنګونه کوم دي؟

د ښځو نړیوالې ورځ د ویبپاڼې له مخې ارغواني، زرغون او سپین رنګونه د دې ورځې رنګونه دي.

ارغواني رنګ د عدالت او ویاړ نښه، زرغون د هیلې سمبول دی او سپین د خلوص استازیتوب کوي.

ویل کېږي دغه رنګونه په ۱۹۰۸ زېږدیز کال بریټانیا کې د ښځو له اجتماعي او سیاسي ټولنې سرچینه اخلي.

د مارچ اتمه څنګه نمانځل کېږي؟

د روسیې په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د مارچ ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځ لپاره ملي رخصت وي.

چین کې د دولتي شورا د لارښوونې له مخې ډېرو ښځو ته د مارچ پر۸  مه نیمه ورځ رخصت په پام کې نیول شوی.

ایټالیا کې د ښځو نړیواله ورځ د میموسا غوټیو په ورکړې سره نمانځل کېږي. امریکا کې د مارچ میاشت د ښځو میاشت ده او د ولسمشرۍ اعلامیه کې د امریکايي ښځو لاسته راوړنې ستایل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist