• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې اړمنو ته د مرستو وېش دوام؛۲۵۰ نورو کورنیو ته هم مرستې ووېشل شوې

اوچا له اړمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۱۹ ميليونه ډالره ځانګړې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

په افغانستان کې لسیزې جګړې، اقلیمي بدلونونه، طبیعي افتونه او د کاري فرصتونو نشتوالی هغه لوی لاملونه دي چې  د فقر او بېکارۍ کچه یې لوړه کړې او افغانان يې تر بل هر وخت د نړیوالو مرستو ته اړ کړې دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سيمه اییز همغږي کوونکی اندریکا راټواټ وايي، اوچا له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۹ میلیونه ډالره ځانګړې کړې او دا بودیجه به له افغانانو سره د لومړنیو بشري مرستو برخه کې ولګول شي.

راټواټ زیاته کړې:« په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې له ۵۰ سلنې زیات افغانان چې نږدې ۲۳ میلیونه کیږي او په کې ښځې، هلکان، نجونې او نارینه شامل دي، د ورځني ژوند لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. زه د بېړنیو مرستو له همغږي کوونکې ادارې او د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له صندوق مننه کوم چې د مرسته رسوونکو بنسټونو له لارې یې دغو کسانو ته ۱۹ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې.»

راټواټ دغه راز ویلي، لسیزو جګړو، بې وزلۍ او اقلیمي بدلونونو افغانان د بشري مرستو له کمښت سره مخ کړې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان افغانستان سره د نړیوالو مرستو په کموالي سره جدي اندېښنې څرګندوي او د اقتصادي وضعیت ښه کېدو، فقر او بې وزلۍ کچې راښکته کېدو کې د نړیوالو مرستې مهمې ګڼي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« نړیوالې بشري مرستې د  افغانستان بحران ځپلو خلکو ژغورنې لپاره مهمې دي، خو روڼتیا او دوامداره حل لارې ارزښت لا زیاتوي. »

له دې سره هم مهاله د اسلامي امارت چارواکي د ملګرو ملتونو بشري مرستې د اقتصادي وضعیت ښه والي لپاره اغېزناکه بولي او د دوام غوښتنه يې کوي.

د اقتصادي وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالې ټولنې او مرستندوینه بنسټونو مرستې د افغانستان له خلکو سره مهمې دي. زموږ غوښتنه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو دا ده چې له افغانستان سره بشري او پرمختیايي مرستو ته دوام ورکړي. »

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو حالاتو د غبرګون مرکزي صندوق او د افغانستان بشري صندوق د افغانانو له پاره د ۴۸.۵  میلیونو ډالرو بېړنۍ بشري مرستې اعلان وکړ او دغه مرستې به د یوې ګډې، بشپړې او سیمه‌ییزې تګلارې له لارې وېشل کېږي.

ملګري ملتونه یاده بودیجه داسې مهال افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړې کوي، چې په هېواد کې د امریکا مرستو ځنډ سره بشري اړتیاوې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist