د افغانستان پاسپورټ ریاست مشر عالم ګل حقاني د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۵ مه» وویل، د کار پيل له ورځې تر دې دمه نږدې ۴۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.
حقاني وايي، هره ورځ نږدې څلور زره پاسپورتونه ویشي او په خبره یې له درکه یې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټولوي.
حقاني زیاتوی:« د پاسپورټ لړۍ چې پيل شوې، موږ تر اوسه پورې نږدې ۴۰ زره پاسپورټونه وېشلي دي. دا کار اوس په ډېر صداقت روان دی، مخکې چې کوم کار کېده،له هغه زیات کار روان دی.»
په ورخت کې حقاني په تېرو څو ورځو کې د یو شمېر کمېشنکارانو او جعل کارانو د نیولو خبر هم ورکړ.
حقاني زیاته کړه:«یو شمېر کمېشنکاران نیول شوي دی،د هغوی له جملې په حوزه کې بندیان دي او څېړنه ترې روانه ده.د کمېشنکارانو په هلکه زه جدي یم او اجازه نه ورکوم، چې د ملت پيسې واخلي.»
حقاني له خلکو غواړي،چې کمېشنکارانو ته دې پیسې نه ورکوي او دغه پروسه د پخواه په څېر نه ده او د پاسپورټ وېش کې شفافیت رامنځته شوی دی.
د حقاني په خبره،د پاسپورټ ریاست ته د خلکو له مراجعې سره اوس د عوایدو په راټولولو کې زیاتوالی هم راغلی.
حقاني زیاته کړه:« عواید زیات شوي دي، ځکه چې اوس زیات پاسپورټونه ورکول کېږي، د ورځې تر ۲۴ میلیونه عواید لرو او دا کافي عواید دي.»
لا هم پاسپورت ریاست هغو خلکو ته پاسپورتونه ورکوي، چې مخکې یې غوښتنه کړې او تر اوسه د نیو کسانو لپاره اجازه نشته، چې پاسپورت واخلي.