د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلان خان وايي، نړیوال دې د فشارونو پر ځای له افغانستان سره داسې مرستې وکړي، چې د خلکو په ژوند کې بنسټیز او اوږدمهاله مثبت بدلون راشي.
خان له نړیوالو غواړي چې له اسلامي امارت سره په خپل چلن کې دې له سره غور وکړي، له ظلم او زور دې لاس واخلي او خپل مسوولیت دې اداء کړي.
خان زیاته کړه: «په دغو شرایطو کې اوس په کار وه، چې نړیوالو له سیاست اخوا د بشري مرستو په برخه کې د تبعیض او مخالفت نه اخوا خپل مسوولیت اداء کړي.»
په ورته وخت کې ارسلان خان وايي، تر اوسه ورته د مرستو غوښتلو برخه کې بې وزلو خلکو شااوخوا ۳۰ زره عریضې کړي، خو دوی نه دي بریالي شوي، چې ورسره مرستې وکړي.
هغه وايي، نړیوال دې د امارت ملاتړ وکړي او شته ستونزو ته دې د پای ټکی کېږدي.
خان زیاتوي: «دوه ورځې وړاندې ما له یوه مسووله پوښتنه وکړ، چې تر اوسه پورې موږ سره وزارت کې څومره عریضې جمع شوي، نو هغه ماته وویل، تر اوسه پورې ۳۰ زره هغه خلک چې ستونزې لري،عریضې یې جمع شوې دي.»
اسلامي امارت وایي، د مرستندویه بنستونو لپاره به د خدمت زمینه برابره کړي او په عادلانه وېش کې به ورسره همکاري وکړي.