Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خوستی: لوګر کې د اسلامي امارت او جمهوریت لیکو کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره نقدي مرسته وشوه

admin by admin
2021/10/17

د افغانستان کورنیو چارو وزارت  ویاند قاري سعید خوستی وايي، په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت او جمهوریت ځواکونو لیکو کې د وژل شویو کسانو له ۲۵۰ یتیمانو سره  یې نقدي مرسته وکړه. 

خوستی وايي، اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه د طالبانو او عسکرو کورنیو او یتیمانو ته په یوه سترګه ګوري او سرپرستي یې پر غاړه اخلي.

خوستي زیاته کړه:« نن مو دلته لوګر کې دوه سوه پنځوس یتمیان را غوښتي شوي،چې نیم یې د مجاهدینو د شهیدانو یتیمان دي او نیم یې د عسکرو دي. دوی ته په یو ډول مرسته ورکول کېږي،ځکه دا د ملت او د نظام یتیمان دي.»

خوستی وايي، د طالبانو او عسکرو له یتمیانو سره د نقدي مرستې دغه لړۍ به له توپیر پرته نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

 هغه زیاته کړه:« موږ داسې تصمیم لرو،چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو،بلکې د ټول هېواد پر کچه د یتیمانو غم وخوړل شي.»

د لوګر اطلاعاتو او کولتور مشر عاکف مهاجر وایي،په ورته ډول دغه ولایت کې له لسګونه  یتیمانو او بې وزله کورنیو ته د کوچني کاروبار موندلو برخه کې هم مرسته شوې ده.

مهاجر زیاتوي:« ځنې کسانو ته مو هټۍ او زرنج اخیستي دي،ځینې سیمو کې مو د یتیمانو کورنیو ته غواګانې اخیستي او نورو ته مو نقدي پیسې ورکړي،ترڅو پرې کوچنی کاروبار برابر کړي.»

سعید خوستی وایي،اسلامي امارت ژمن دی،چې له توپیر پرته به د طالبانو او عسکرو یتیمانو ته په یو ډول د زده کړو زمینه برابروي او پالنه به یې کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist