Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: بګرام هوايي اډه له چین سره د سیالۍ لپاره مهمه ده

ټرمپ: بګرام هوايي اډه له چین سره د سیالۍ لپاره مهمه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/06

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د بګرام هوایي ډګر له چین سره د سختې سیالۍ لپاره مهم بللی دی او په تازه څرګندونو کې يې یو ځل بیا ویلي، د بګرام هوایي اډه به یې د افغانستان لپاره نه بلکې د چین لپاره هم په خپل واک کې ساته.

ټرمپ د خپلې نوې کابینې په لومړۍ ناسته کې زیاته کړې، په افغانستان کې د میلیاردونه ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پاتې دي او د بګرام هوایي ډګر يې د دغه تجهزاتو لاسته راوړلو او ساتلو لپاره هم مهم بللی.

ټرمپ زیاته کړې: « کله چې موږ له افغانستانه وتلو، نو باید د بګرام هوایي ډګر مو له ځان سره ساتلی وای.‎ د بګرام هوایي ډګر د افغانستان لپاره نه بلکې له چین سره د سختې سیالۍ لپاره ګټور او مهم دی. بګرام په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهزاتو ساتلو او لاسته راوړلو لپاره هم خورا ګټور دی. آیا تاسې پوهېږئ چې د بګرام له هوایي ډګر د چین هغه ځای چې اټومي وسلې په کې جوړیږي، یوازې یو ساعت واټن لري؟»

د چارو څارونکي بیا د بګرام هوایي ډګر په سیمه کې یو له ستراتیژیکو نقطو يوه هغه بولي او وایي، امریکا له کلونو راهیسې هڅه کوي دغه ستراتيژیکه نقطه یو ځل بیا لاسته راوړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « موږ په دې پوهېږو چې په جغرافیايي لحاظ او د سوق الجیشي اهمیت له مخې، ریښتیا هم بګرام هوايي ډګر ډېر مهم دی. امریکا په سیمه کې داسې یو خواخوږی هېواد نه لري چې د دوی ګټې وژغوري، په ځانګړې توګه چین سره ګاونډ کې. په دې حساب، له جغرافیايي پلوه همدا د بګرام هوايي ډګر دی چې دوی پرې حساب کولی شي، نو باید دغه هوايي ډګر د دوی په واک کې وي، ترڅو په سیمه باندې کنټرول ولري او خپل اقتصادي سیال چین هم کابو کړي.»

ځينې نور بیا وایي، امریکا هڅه کوي چې له چین سره د سیاسي او اقتصادي سیالیو لپاره بېلابېل مهم ځایونه ولري.

 د دوی په خبره، دغه هېواد له اوږدې مودې راهیسې هڅې پیل کړې چې په سیمه کې د چین د پرمختګونو مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دوی غواړي د چین شاوخوا هېوادونه نا آرامه وساتي او جګړې په کې وي، ترڅو د چین د پرمختګ مخه ونیسي او هم امریکا پر سیمه تسلط ولري.  په ډېر ګومان داسې فکر کېږي چې امریکایان به بیا سیمې ته راځي؛ ځکه خو روسانو، ایران او چین وار له مخه دا اندېښنه ښودلې ده.»

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و چې له دوی په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.

سرپرست حکومت د ټرمپ د تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې په ځلونو ویلي چې بګرام هوايي اډه به هېڅ یوه هېواد ته ونه سپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist