د جرمني لومړۍ وزیره انګلا میرکل، چې څو ورځې وروسته یې د واک دوره پای ته رسېږي، استانبول کې له رجب طیب اردوغان سره کتلي دي.
ویل کېږي، چې دواړو لورو له اروپا سره د ترکیې پر اړیکو او د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو پر وضعیت خبرې کړي دي.
په دغه لیدنه کې د ترکیې ولسمشر اردوغان د هغو کډوالو په اړه هم خبرې کړي، چې اروپا ته د اوښتلو په تمه ترکیه کې ناست دي.
ترکیې ته د میرکل سفر د هغې د واک د وروستیو لیدنو له لړۍ ګڼل کېږي.