د عراق د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ، چې پاتې درې نیم زره رایې یې هم شمیرلې دي.
دغه کمیسیون وايي، پاتې رایې هم د مقتدا الصدر په ګټه دي او تر ډېره دا څرګنده شوې، چې دغه شعیه مذهبي مشر اکثریت څوکۍ خپلې کړې دي.
چارواکي وايي، دا څرګنده ده چې د اکټوبر میاشتې د لسمې نیټې پارلماني ټاکنو د ۱۸ ولایتونو بشپړې رایې مقتدا الصدر ګټلې دي.
هغو ولایتونو، چې مقتدا الصدر ته یې ډیرې رایې ورکړې دي پلازمېنه بغداد هم پکې شامل دي.
بل لور ته د ایران له لخوا ملاتړ شوې ملیشه د دغو ټاکنو مخالفت کوي او وايي رایې ورته د منلو وړ نه دي.
دغې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې ۴۸ څوکۍ ترلاسه کړې وې، خو اوس له ۱۲ تر ۱۴ ته راښکته شوي دي.