جېنېوا کنفرانس د ولسمشر په ګډون نن پیلېږي.
ټاکل شوې چې نن سې شنبه به د افغانستان په اړه د جینیوا کنفرانس د ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله په ګډون پرانیستل شي.
د افغان حکومت او ګڼو نورو هیوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون به په دې دوه ورځیني کنفرانس کې د افغانستان پر پرمختګ او اقتصاد تمرکز وشي.
افغانستان به د خپلو پخوانیو ژمنو او پر هغو د عمل حساب ورکړي او د اصلاحاتو په اړه به نوې ژمنې وکړي.
دا کنفرانس د هغو ۱۵ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ژمنې لپاره هم مهم دی چې په ۲۰۱۶ م کال له افغانستان سره شوې وه.
افغان حکومت به د خپل هیواد د ودې، امنیت، له فساد سره د مبارزې، د تاسیساتو د جوړولو او ښځو ته د ونډې ورکولو په اړه خپلې ستراتیژۍ روښانه کړي او د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام به ټینګار وکړي.