Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: پر ډېورنډ فرضي کرښه نښتې د دواړو هېوادونو پر زیان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

له تېرو درېیو ورځو راهیسې د تورخم اړوند سیمه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې او په کې دواړو خواوو پر یو بل درنې وسلې کارولې دي.

په دې نښتو کې دواړو خواوو ته له ځاني زیانونو سربیره، سوداګرو او ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي او سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ‌ځایه شوې دي.

په تورخم کې جګړو ته د غبرګونونو پر دوام، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم له نږدې دوو اوونیو راهیسې د تورخم  تړل کېدو او جګړې ته په اشارې ویلي، سرپرست حکومت او اسلام اباد باید پر داسې هوکړې تمرکز وکړي چې ستونزې حل او موجوده ګواښونه له منځه یوسي.

خلیلزاد زیاته کړې:« تر دې دمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې پر ډېورنډ فرضې کرښه او د سوداګرۍ پر دغې مهمه لاره له یوې اوونۍ اوږده جګړه روانه ده او خلک په ‌کې وژل کېږي. ځينې خلک له خپلو سیمو بې‌ ځایه شوي او دغه راز د دواړو لورو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی.  دواړه لوري پر یو بل تور لګوي چې د دوی پر ضد ترهګرو  ډلو ته پناه ورکوي. ډیپلوماسي غوره لاره ده، دغه چاره به د افغانستان، پاکستان او مرکزي آسیا سوداګري عادي حالت ته را وګرځوي او دواړه هېوادونه به ترې ګټه واخلي.»

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج په دې اړه وايي:« جګړه  او نښتې د حل لاره نه ده او دغه ستونزې باید د ډېپلوماسۍ له لارې حل او فصل شي. د پاکستان دغه چاره به د دواړو غاړو ترمنځ ستونزې حل نه بلکې لا ډېرې کړي. که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، د دواړو ملتونو ترمنځ به نفاق زیات شي او دې پېښو سره به امنیتي ستونزې هم ډېرې شي.»

تورخم ښارګوټي کې کاروباریان وایي، له تېرو دوه اونیو راهیسې یې کارونه پر ټپه درېدلي او په خبره یې، د دواړو خواوو په نښتو کې مالي زیانونونه ور اوښتي دي.

 دوی له دواړو دولتونو غواړي چې د ستونزې دایمي حل لپاره دې هڅې وکړي.

د تورخم اوسېدونکی سمیع الله وايي:« هو! نن سهار مې غوښتل تورخم ته د کارو بار لپاره لاړ شم، خو د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د ټوپلازا نه یې هاخوا ته پرې نه ښودم چې لاړ شم. دا ۱۲ مه ورځ ده چې کارو بار ته اجازه نه راکول کېږي، اوس ډېر مجبورم یم، خو نه پوهېږم څه وکړم.»

د پوځي چارو کارپوهان وایي، افغانستان تل د پاکستان د غلطو پالیسو له امله قرباني شوی او په خبره یې، سرپرست حکومت  ته پکار ده چې د اسلام اباد پر وړاندې له هوښیارانه سیاست کار واخلي، ترڅو بیا ځلې افغانستان د جګړو ډګر ونه ګرځوي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « پاکستان له پیداېښت تر نن ورځې پورې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ لپاره هڅه کړې او دغه راز اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغان ملت سره یو موټی شي، ترڅو وطن له روان بد وضعیت او جنایتکارانو وژغورل شي.»

د ننګرهار مرستیال والي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته وضعیت جنګي بولي او وایي، هلته د کرښې دواړو غاړو ته سیمې له استوګنې تشې شوې دي.

 مولوي عزیز الله مصطفی زیاتوي، تورخم کې له جګړې وروسته دوه ځلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې شوې او پاکستاني اړخ ته یې ویلي چې د تورخم لارې تړل کېدو موضوع نه باید سیاسي شي.

مصطفی په دې اړه وايي:« تورخم  ښار کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د دوی او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو شپو له نښتو وروسته وضعیت لا هم جنګي دی. هلته د کرښې دواړو غاړو ته سیمې تشې شوې دي. موږ  دوه ځلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته مو وویل چې دغه لاره نه باید سیاسي شي.» 

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې.

هره ورځ د ناروغانو په ګډون ګڼ شمېر خلک او همدا رنګه  له ۵ زرو ډېرې په سوداګریزو توکو بار لارۍ د تورخم دواړو غاړو ته ولاړې دي چې میلیونونه ډالرۍ یې دواړو غاړو سوداګرو ته زیان اړولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist