Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونیسف: افغانستان کې د روان کړکېچ درنه بیه افغان ماشومان پرې کوي

admin by admin
2021/10/17

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې شااوخوا ۱‍۰ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته او یو میلیون نور بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف اجرائیه مشر عمر عبدي،چې تازه له کابله نیویارک ته تللی دی، افغانستان کې د روان بشري ناورین درنه بیه ماشومان پرې کوي.

عبدي   وايي:« افغانستان داسې هېواد دی،چې اوس مهال په ناورین کې دی. د دغه هېواد ماشومان تر ټولو زیات د دغه ناورین بیه پرې کوي. د طالبانو له راتګ وړاندې هم ۱۰ میلیونه ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لرله او شااوخوا یو میلیون ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي،درملنې ته اړتیا لري.»

عبدي اندیښنه څرګنده کړه،چې راتلونکو څو میاشتو کې به وضعیت نور هم ګواښوونکی شي،چې هغه یې ستر لاملونه کډوالي، د امنیت نشتوالی او وچکالي بولي. 

عبدي وايي:« وضعیت ډېر خراب دی او نور هم د خرابېدو لور ته روان دی. موږ دا وړاندوینه کوو،چې د ماشومانو او ښځو بشري اړتیاوې به نورې هم زیاتې شي. موږ به په راتلونکو څو میاشتو کې د دې حالت شاهدان واوسو، لامل یې د اوبو نشتون، امنیتي ستونزې او کډوالي ده.»

بل لور ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ملود چاووش اوغلو له افغاني لوري سره تر لیدو وروسته د ماشومانو او ښځو پر کار او زدکړو ټینګار کړی دی.

اوغلو زیاته کړې:«موږ له افغاني لوري سره یو شمیر سپارښتنې شریکې کړې. موږ د ښځو کار او د ماشومانو د زدکړو سپارښتنه وکړه. موږ پرې دا تاکید هم وکړ،چې دغه سپارښتنې دې د لویدیځو له لوري نه ګڼي،بلکې دا دې له اسلامي نړۍ څخه د یوه پیغام په توګه وبولي.»

اخو ملګري ملتونه پر مرستندویه هېوادونو هم غږ کوي،چې د  افغان ولس وضعیت دې له پامه نه غورځوي او هغوی دې ژر له یوه ستر بشري ناورین وژغوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist