د ملګرو ملتونود ماشومانو ملاتړ صندق یا یونیسیف ویلي، اسلامي امارت ژمن دی، چې نجونو ته به د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم د زده کړو لپاره اجازه ورکوي.
دمګړۍ امارت اجازه ورکړې، چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
يونيسف ويلي، اسلامي امارت په بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او اروزګان ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړې ده.
د ښځو زده کړو بهیر کې ځنډ نړيوال غبرګونونه راوپارول او د طالبانو د رسيمت پېژندلو پر وړاندې خنډ هم وګرځېد، خو د يونيسف اجراييوي مرستيال عمر عبدي ویلي، د اسلامي امارت د پوهنې وزير ورته ويلي، چې دوی په يوه پلان کار کوي چې له مخې به يې ټولې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ښایي د پوهنې برخه کې دغه پلان تر راتلونکې یوې یا دوو میاشتو پورې خپور شي.