Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ازبکستان ته تللی افغان پلاوی بېرته کابل ته راستون شو

admin by admin
2021/10/17

ازبکستان ته د اسلامي امارت د رییس الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تللی پلاوی له یو ورځني سفر وروسته کابل راوګرځېد.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت پلاوي له ازبکستاني لوري سره د د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، په ځانګړې توګه راتلونکي ژمي کې د سون توکو او لومړنیو توکو کې زیاتوالی، د افغان سوداګرو لپاره په ټرانزیټ کې اسانتیاوې، روغتیایي سکتور کې همکاري، د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا مزي، او مزار شریف – کابل – پېښور ریل پټلۍ په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په دغه لیدنه کې یې د سرحدونو د امنیت خوندیتوب، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، روغتیایي برخه کې د مرستو پر زیاتوالي او د انرژۍ او ترانزیټ په هکله مهمې خبرې کړي دي.

ازبکستان ویلي، دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې مهمو زیربنایي پروژو ته به جدي پاملرنه کوي، چې د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کيلو وولټ برېښنا مزي او مزارشريف – کابل – پېښور رېل پټلۍ د جوړولو په تړاو دواړو لوریو یو لړ توافقات هم وکړل.

ذبیح الله مجاهد لیکلي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځته شول، چې پر اړوندو موضوعاتو به تفصیلي خبرې کوي او خپلو-خپلو مشرانو ته به د راتلونکو ګامونو لپاره د لسو ورځو په موده کې لارنقشې بشپړوي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره وړاندې کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist