د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مخکې یې هم پر اسلامي امارت او قطر غږ کړی و، چې ترکیه د کابل نړیوال هوايي ډګر ساتلو په برخه کې همکاري کولای شي او اوس هم دغه غږ کوي.
اردغان وايي، که دغه درې هېوادونه یوې هوکړې ته ورسېږي، ترکیه هم له قطر او افغانستان سره ګډ د هوايي ډګر فعال ساتلو برخه کې کار کولای شي.
اردغان دغه خبرې تېره ورځ ترکیې ته د اسلامي امارات د استازو له سفر وروسته کړي دي.
هغه له اسلامي امارات سره د مناسبو اړیکو پاللو خبره هم کړې ده.
ترکي مشران دا خبرې داسې مهال کوي، چې د اسلامي امارات لوړ پوړی پلاوی دغه هېواد ته د اړیکو پراختیا په موخه تللی دي.