Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان او هندي چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان او هندي چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

په تهران کې د افغانستان سفارت وايي، د افغاستان شارژدافیر مولوي فضل محمد حقاني په دې هېواد کې د هند له سفیر روداوا سرشت سره کتلي دي.

د یاد سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي او د چابهار بندر له لارې د راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په دې لېدنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراخوالي او د چابهار بند له لارې د صادراتو او وارداتو په تر سره کېدو خبرې وکړې.»

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو پراختيا ته کار کوي.

دوی د چابهار بندر له لارې له هند سره د سوداګریز توکو راکړه ورکړه د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره مهمه اړتیا بولي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « د اسلامي امارت سیاست له ټولو هېوادونو سره د متوازنو اړیکو ټینګول دي. په همدې چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ډېپلوماټانو په دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتولو په اړه خبرې کړې دي. اسلامي امارت هڅه کوي چې خپلې اړیکې په اقتصادي، تجارتي او سیاسي برخو کې له ټولو هېوادونو سره پراخې کړي.»

له افغانستان سره د هند اړيکې په اقتصادي او فرهنګي برخه کې تاریخي بلل کېږي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې په اقتصادي برخه کې له کابل سره د نوي ډهلي تعاملات او همکاري مثبته ارزوي او د دې هېواد له لوري د افغانستان تعلیمي او اقتصادي سکټور سره مرستې مهمې بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « هند د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي. په تېرو ۲۰ کالو کې یې هم بشري مرستې کړې او هم یې زیربنايي پروژې پلي کړې دي. لکه څرنګه چې اسلامي امارت په دوبۍ او کابل کې د هند له چارواکو سره لیدنې وکړې، دغه شان ناستې او لیدنې د اړیکو پراختیا ته لاره هواروي، په ځانګړې توګه چابهار بندر د هند او افغانستان د تجارت لپاره ډېر مهم دی او په اقتصادي برخه کې هند زموږ لپاره ډېر ستر مارکېټ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې دوې میاشتې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم مسیري افغانستان ته په سفر کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist