په پکتیا ولایت کې یو شمېر فرهنګیان وايي،د مرکز ګردیز بالاحصار هر کال د ورښتونو له امله یې زیاتې برخې نړیږي او په خبره یې اوس له نیمایي ډېر ویجاړ او ډېره برخه ځمکه یې غصب شوې ده .
دوی اندیښنه لري،که اسلامي امارت یې رغیدو ته پاملرنه ونه کړي،بالاحصار به په بشپړ ډول ویجاړ او پاتې ځمکه به یې هم غصب شي.
لیکوال او شاعر ساحل منګل وايي:« دا دی بیا ژمی په را رسیدو دی،د بالاحصار ډېرې برخې په نړیدو دي او ځینې یې مخکې نړیدلي دي. که ورته پام ونه شي،بالاحصار به په بشپړ ډول ویجاړ او تاریخي ارزښت به له لاسه ورکړي.»
لیکوال او ژورنالیست فرید احمدزی وايي:« د دې بالاحصار د رغولو لپاره باید اسلامي امارت کوټلي ګامونه واخلي،څو له ویجاړیدو وژغورل شي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور واوړي.»
د ګردیز دغه تاریخي جنګي کلا شااوخوا دری زره کاله وړاندې د کوشاني پاچا حمزه له لوري جوړه شوې او د هېواد له لرغونو ابداتو بلل کېږي.