Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: د نویو اعلان شویو بستونو لپاره سلګونه کسانو غوښتنلیکونه ورلېږلي

admin by admin
2021/10/14

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي نن پنجشنبه د « ۱۴۰۰ کال د  تلې پر ۲۲ مه » وویل، د دغه وزارت د چارو چټکتیا او سمبالېدو لپاره د نوي اعلان شویو بستونو لپاره سلګونه غوښتنلیکونه ورسپارلي  دي.

خوستي ډاډ ورکړی دی چې د اسنادو له څېړلو وروسته به د ازادې سیالۍ له لارې کسان وټاکي.

خوستی زیاتوي: «کوم بستونه چې د وزارت له لورې اعلان شوي، سلګونو کسانو ورته غوښتنلیکونه سپارلي، د اسنادونو له څېړو وروسته به کسان ورته وټاکل شي.»

د اسلامي امارت مسوولینو له پخوانیو کارکوونکو غوښتي چې خپل دندو ته را وګرځي او ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د ازادۍ سیالۍ له لارې د نویو بستونو لپاره کسان وټاکي.

خوستی ډاډ ورکوي چې د بستونو د آزموینې سیالۍ به شفافه وي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.

خوستی وايي: «موږ له یو شمېر کسانو سره خبرې کړي، چې خپلو پخوانیو دندو ته راوګرځي او د اړتیا په صورت کې یو شمېر نور بستونه هم اعلان ته سپارل کېږي.»

د تېر حکومت له پرځېدو سره لسګونه زره کسان بېکار شوي او ډېری پخواني کارکوونکي بیا خپلو دندو ته نه دي ګرځېدلي.

له اسلامي امارت غوښتنې دا دي چې په ګومارنو کې دې مسلکي، تجربه لرونکو او ژمنو ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist