د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین د چهارشنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۱مه» د دولتونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال د استخباراتو مشرانو غونډې ته وویل، عراق او سوریه کې روزل شوي داعش وسله وال افغانستان کې راغونډ شوي او فعالیت کوي.
په دې غونډه کې د روسیې، بلاروس، قزاقستان، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان او ترکمنستان استخباراتي مشرانو ګډون کړی وو.
له بل لوري د روسیې په مشرۍ د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونو د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې پوځي تمرینونه پیل کوي.
روسي رسنیو خبر ورکړی، چې دا مانورونه به د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲ او ۲۳ نیټه پيل شي.