<h4 style="text-align: right;">د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، ډېر ژر به د یو شمېر مهمو هېوادونو سره یو ځای کابل ته لاړ شي او د اسلامي امارت له مسوولینو سره به خبرې وکړي.</h4> <!--more--> <h4 style="text-align: right;">دوی به د امارت له مسوولینو سره د نورو خبرو ترڅنګ په دې هم خبرې وکړي، چې څنګه کېدای شي ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او د افغانستان لپاره د بشري ملاتړ د ښه کولو لپاره به شرط هم کېږدي.</h4> <h4 style="text-align: right;">د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی به په راتلونکو ورځو کې دا سفر پلان کړي.</h4> <h4 style="text-align: right;"> </h4>