د چین په شانکسي ایالت کې د شیدیدو سیلابونو له امله ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د سبلابونو له امله زیات شمېر کورونه او د اوسېدو ځایونه هم ویجاړ شوي دي.
چینايي چارواکي وايي، تر دې دمه د دغو سیلابونو له امله ۱۵ تنه مړه او سلګونه نور زیانمن شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، ۱۲۰ زره کسان له خپلو کورونو او سیمو ایستل شوي دي.
راپورونه وايي، ۱۹۰ زره هکټاره ځمکه چې د اوسېدو سیمه او کرنیزه ځمکه وه، اوبو خرابه کړې ده.
چارواکي وايي، د ژغورنې ډلې په سیمه کې دي او د خلکو د ژغورلو پوره هڅه کوي.
د میټرولوجۍ اداره وايي، دغه سیلابونه د سختو ورښتونو له امله راوتلي، چې اوس هم دوام لري.