د افغانستان ايلون لوبډلې، چې ټول يې د ملي لوبډلې غړي وو، په تمريناتي سيالۍ کې یې ۱۳۸ منډې هدف ټاکلی و، چې قطر يې په پوره کولو ونه توانېده.
ملي لوبډله د نړيوال جام لپاره پر چمتوالي بوخته ده او راتلونکې اونۍ به نړیوال جام کې ګډون وکړي.
يو شمېر سرچينې وايي، ټولو لوبغاړو ته د متحده عربي اماراتو وېزې اخېستل شوي او ژر به اماراتو ته روان شي.
نړيوال جام د راتلونکې اونۍ په يکشنبه پېل کېږي، چې شپاړلس لوبډلې په کې برخه لري.