Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

المان له افغانستان سره د اړېکو دوام  ژمنه کړې

admin by admin
2021/10/13

د قطر پلازمېنه دوحه کې له امريکايي پلاوي سره تر دوه ورځینو  خبرو وروسته د بهرنیو چارو چارسمبالي  وزیر امیر خان متقي او ورسره مل پلاوي د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جاسپر ویک او د افغانستان لپاره د المان نومول شوي سفیر ماکوس پوتزیل سره کتلي دي. 

بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوو پرمهمو مسایلو بحثونه کړي او توافق یې کړی،چې  ناستو ته به دوام ورکوي.

المان ژمنه کړې،چې افغانستان سره بشري مرستو او اسلامي امارت سره اړیکو ته دوام ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« د المان ځانګړي استازي وویل،موږ غواړو افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړو. اسلامي امارت یو واقعیت دی، خپل تعامل او رابطې ورسره جاري ساتو.»

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي ویلي، له ټولو هیوادونو سره د مثبت او ښه تعامل غوښتونکي دي. 

هغه همدا شان د بشري مرستو کارکوونکو او دیپلوماتانو امنیت ته ژمنتیا څرګنده کړې، ترڅو خپل کارونه په خوندي فضاء کې ترسره کړي.

  د المان او کابل ترمنځ توافق شوی دی،چې په راتلونکي کې به هم  ورته ناستې ترسره شي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي،له بهرنیو هېوادونو سره دا لیدنې او ناستې ګټورې دي،خو هغه هیله چې د اسلامي ‌امات حکومت به په رسمیت وپېژندل شي، د اوس لپاره امکان نه لري،خو اروپایي ټولنه غواړي،د طالبانو نوي حکومت سره فعاله اړیکې وساتي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی صفت ساپی وايي:« نړۍ او اروپایي ټولنه لېوالتیا نه لري، چې په اوس وخت کې په پوره توګه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني،خو د اړېکو  د فعال ساتو لپاره ټول هڅه کوي،طالبانو سره اړیکې ولري.»

د قطر پلازمینه دوحه کې امریکا او المان سره د اسلامي امارت چارواکو دغه لېدنې داسې مهال ترسره کېږي،چې مسکو په نږدې ورځو کې د افغانستان په اړه یوې نړیوالې ناستې ته چمتووالی نیولی او ټاکل شوې ده،چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ نيټه ترسره شي،چې ښايي د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازي هم په‌ کې برخه واخلي.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist