سوداګر او پانګوال وايي، که بازارونو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابت ونه ساتل شي، نو د دې امکان شته، چې د خوراکي او سون توکو بیې تر دې هم لوړې شي.
سوداګر عبدالجبار صافی وايي:« یو دا دی، چې خصوصاً زموږ د افغانیو قیمت ښکته ځي او دا خپله زموږ پر مواد غذایي او ټولو برخو کې تاثیر اچوي، ځکه له بهره ډېری مواد راځي. دویم دا چې، موږ په سمه توګه پیسې نورو ملکونو ته نشو لېږدولی، لکه مخکې چې څومره غذایي مواد او یا خام مواد راتلل، اوس په هغه کچه پیسې نه شو لېږدولی.»
سوداګر وایي، په سوداګریزو بندرونو کې شته ستونزې، بهر ته د پیسو پر لېږد د محدودیتونو وضع کېدو او د ویزې او پاسپورټ اخېستلو ستونزې هغه موارد دي، چې افغانستان ته یې واردات اغیزمن کړي او سوداګرو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
سوداګر عبدالنصیر رشتیا وايي:«د بندرونو ستونزه ده، همدا اوس موږ په تورخم، سپین بولدک او انګور اډه کې ستونزې لرو، یانې شااوخوا ۲۵۰۰ کانتینرونه هلته درېدلي دي او پاکستانیان اجازه نه ورکوي، چې کانتینرونه کراچۍ ته انتقال شي، نو چې هره ورځ پرې تېریږي تر ۱۸۰ ډالره پرې ډیمرج راځي.»