Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګوترس: اسلامي امارت ښځو ته  د ژمنتیا ژمنې ماتې کړي

admin by admin
2021/10/12

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوترس د افغانستان پر روان وضعیت  یو ځل بیا سخته اندېښنه ښوولې ده.

ګوترس وايي، اسلامي امارت ښځو او بشري حقونو ته یې د ژمنتیا تعهدات نه دي عملي کړي.

ګوترس زیاتوي: «زه په دې ډېر اندیښمن یم،چې د طالبانو له لوري له افغان ښځو او نجونو سره شوې ژمنې ماتې شوې دي. دغه ماتې ژمنې د دې لامل کېږي، چې د افغان ښځو او انجونو خوبونه هم مات شي.»

ګوترس وايي، که په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی ونه شي، دغه ناورین به نور هېوادونه هم اغیزمن کړي، ځکه ورسره به جرمونه، ترهګري او کډوالۍ زیاته شي.

ګوترس زیاته کړه: «که  موږ له افغانانو سره په دې وخت کې مرسته ونه کړو او ژر یې ونه کړو، یوازې افغانان نه بلکې ټوله نړۍ به د دې وضعیت بیه پرې کړي. هغوی خوراکي توکي نه لري، دندې او روزګار نه لري. موږ به وګورو،چې ډېر شمیر کسان به له خپلو سیمو تیښتې ته اړ شي، جرمونه، ترهګریزې شبکې او مخدره توکو کاروبار به هم زیات شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې د طالبانو چلن باید د دې لامل نه شي، چې نړیوال پر افغان ولس فشار راوړي او هغوی یې په بدل کې د لوږې او بدمرغۍ بیه پرې کړي.

هغه وايي: «د طالبانو له لوري د بد چلن سزا باید افغان ولس ته ورنه کړل شي. ولس باید په هېڅ شرط له لوږې سره مخ نه شي. زما پیام دا دی چې ملګري ملتونه  اوس هم په افغانستان کې دي او ټوله هڅه یې دا ده، چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.»

ګوترس دغه خبرې داسې مهال کوي، چې د دغه سازمان د کډوالۍ ادارې وړمه ورځ ویلي و، تر دې دمه د نړیوالو ډونر هېوادونو له لوري د ژمنو شویو بشري مرستو یوازې ۳۵ سلنه یې چمتو شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist