Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قاری سعید خوستی: کابل کې د سرینا هوټل ته ګواښ موجود نه دی

admin by admin
2021/10/12

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي،په کابل کې  د سرینا هوټل ته تر اوسه پورې داسې کوم ګواښ نه دی محسوس شوی او په خبره یې سیمه کې يې اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

خوستي زیاته کړه:«اسلامي امارت کشفي او استخباراتي برخي لګیا دي، امنیت ټینګوي او بریالي وو. موږ داسې تهدید نه وینو. هېله لرو،چي داسي پیښه رامنځته نه شي.»

خوستی وايي، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت  کشفي او استخباراتي اورګانونه په ټول هېواد کې هڅې کوي،چې د خلکو امنیت خوندي او د پيښو مخنیوی وکړي.

کورنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې وروسته د سرینا هوټل شااوخوا سیمو کې ځواکونه ځای پرځای کړي او ډاډ یې ورکړی،چې سیمه امن ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کې له خپلو اتباعو غوښتي وو،چې د سرینا هوټل له شااوخوا سیمو دې لیرې اوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې یوه برخه:« په کابل کې ټولو میشتو امریکایي وګړو ته خبرداری ورکول کېږي،چې د سیرینا هوټل شااوخوا سیمو څخه دې زر تر زره لرې ولاړ شي.»

بریتانیا هم په کابل کي له خپلو وګړو غوښتنه کړې وه،چې سرینا  هوټل ته دې نه نږدې کېږي او د احتمالي برید خبر یې ورکړی و.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې یوه برخه:« په کابل کې ټولو بریټانیوي میشتو ته خبر ورکوو،چې د کابل په هوټلونو کې دې نه پاتې کېږي،په ځانګړې ډول د کابل سرینا هوټل څخه دې ځانونه لرې کړي.»

خو د اسلامي امارت مسوولین وايي،سیمه کې یې اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي او د هرډول پيښې مخنیوی کولی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist