د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، افغانستان کې له یوه لوی ناورینه د مخنیوي په موخه دې بشري وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.
انتونیو ګوترېش افغانستان کې بشري ناورین مخ پر زیاتېدو بللی او ویلي یې دی، اتلس میلیونه خلک، چې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوی، له دې ناورین سره مخ دي.
ګوترېش د افغانستان اقتصادي وضعیت د بیا رغولو لپاره ټینګار کړی، چې هغه لارې چارې دې ولټول شي، څو د مالي سرچینو په برابرولو د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي.
تېره میاشت جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو په تړاو غونډه کې د یو میلیارد او دوه سوه میلیونه دالرو مرستې ژمنه وشوه، خو تر ا وسه یواځې ۳۵ سلنه ژمنه شوې مرستې افغانستان ته سپارل شوي دي.