د ننګرهار نوي والي مولوي محمد داود مزمل د خوږياڼو او شينوارو زون ولسوالانو، علماوو او قومي مخورو سره په غونډه کې ويلي؛ له ټولو سره به د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي، خو د امنيت ټينګښت په موخه به د تخريب کوونکو پر وړاندې د شريعت له مخې جدي اقدامات وکړي.
مولوي محمد داود مزمل، د عمومي عفوې، ترحم، ولسونو سره د ښه چلند او د خلکو سر او مال ساتنې په برخه کې د امير المؤمنين پیغام شريک کړی او زياته يې کړه ده، چې ولسونو ته به د خدمت په موخه په ټولو برخو کې لازم اجرات تر سره کړي.
د ننګرهار والي همدا راز په بېلا بېلو برخو کې د ولسونو ستونزې او غوښتنې اورېدلي او په حل کې يې اړوندو مسوولينو ته سپارښتې کړي دي.