Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحه کې د مذاکراتو پای؛ اسلامي امارت له امریکا غوښتي بشري مرستې سیاسي مسایلو پورې ونه تړي

admin by admin
2021/10/12

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دوحه کې د دوه ورځنیو مذاکراتو له پایته رسېدو وروسته ویلي،دغې ناسته کې ټینګار شوی،چې بشري مرستي باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې اسلامي امارت د ټولو ستونزو حل د دوحې تړون ته ژمنتیا او بشپړ عملي کول یوازینۍ لاره بولي.

 د اسلامي امارت پلاوي له  امریکا سره په سیاسي مسایلو هم بحثونه کړي،خو واضح کړې یې نه ده،چې دا مسایل څه دي؟

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« په دوحه کي د ا.ا.ا او د امریکا د متحده ایالاتو د هیتونو تر منځ دوه ورځنۍ خبري په ښه ډول تر سره شوې. په  ناسته کي په سیاسي موضوعاتو تفصیلي خبري وشوې او اسلامي امارت د دوحې د تړون بشپړ عملي کول د ستونزو د حل غوره لاره وبلله او دا چي بشري مرستي باید له سیاسي مسایلو سره و نه تړل شي.»

په دوحه کې د مذاکراتو په درشل کې چې ویل کېږي،سپیني خبري په کښي شوي د تفاهم یو ښه فرصت یاد شوی او په دې خبره توافق شوی  دی چې د اړتیا پر مهال به راتلونکې کې هم دوام ورکوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا د خبرو دا پړاو له دې امله بریالی بولي،چې دواړو خواوو په کې خپل شرایط روښانه کړي دي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي  وايي:« د دوحې مذاکرات بریالي وو، په دې خاطر کوم،څه چې د افغانستان خلکو غوښتنه وه،چې بشري مرستې زیاتې شي، په داسې وخت کې چې فقر زیات شوی دی.  په سیاسي لحاظ هم باور جوړونه پیل شوه،دواړه لوري یو د بل په غوښتنو باندې پوه شول او لازمه هم دواړو خواوو ته دا وه،چې یو د بل پر شرایطو باندې پوه شي،چې دا هم پیل شوې ده.»

خو له دې سره انګېرنې دا دي،چې کېدای شي د طالبانو او امریکا ترمنځ په استخباراتي مسایلو هم بحثونه او  توافقات شوي وي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج  شنونکی وايي:«انګېرنه دا ده،چې کېدای شي، دلته په استخباراتي مسایلو هم بحث شوی وي،ځګه طالبان د اکتوبر پر ۲۰ مه مسکو ته ځي. پر نړیواله کچه په لومړي  ځل کنفرانس کې ګډون کوي او له بل پلوه چین سره هم د دوی د اړیکو مسله ده. بل لور ته د جي شل هېوادونو ناسته هم ده،ښایي دا خبرې هم اوسي.»

اوس چې مسکو یو نړیوال کنفرانس ته تابیه نیسي امریکا له چین او روسیې سره د طالبانو له اړیکو اندېښنه لري. 

طالبان به په کې له واک ته رسېدو وروسته په لومړي ځل مسکو کې په یو نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.

  امریکا د چین، روسیې او ایران له سیاسي حضور،چې افغانستان کې یې لري په اندېښنه کې دي او له طالبانو داسې تمه لري،چې دوی ته نږدې نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو
روغتیا

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی
نړۍ

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist