د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې ادارې یا سيګار په يوه تازه راپور کې د هغې مرګ ژوبلې ارقام خپاره کړي، چې د تېرو شلو کلونو په موده رامنځته شوې ده.
سیګار ویلي، په تېره شل کلنه جګړه کې لږ تر لږه د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر ۶۶ زرو پورې سرتېري وژل شوي او تر ۴۸ زرو پورې ملکیان وژل شوي دي.
د سيګار د مالوماتو له مخې، په تېره شل کلنه جګړه کې تر ۷۵ زرو افغان ملکيان ټپيان شوي هم دي.
سیګار د امریکا په جګړه کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې جزییات هم خپاره کړي، چې له مخې یې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۲۴۴۳ امريکايي سرتېري وژل شوي او دغه راز د دوی ۱۱۴۴ تنه نور بهرني متحدين هم وژل شوي دي.