Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ ښه مدیریت لپاره ” لېمه” بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

 د سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ ښه مدیریت لپاره ” لېمه” بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/26

د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو د حکومت د رسنیو مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته خبرو کې وویل، انرژي د هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ په برخه کې مهم رول لري او ضایع کول یې د ودانیزو او بنسټېزو چارو لپاره ستره ننګونه ده.

دغې ادارې د انرژۍ د ښه مدیریت او پراختیا په موخه، د مشورتي، لېبل لګونې، تفتیش او د انرژۍ د مدیریت بنسټ (لېمه) سره د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې د انرژۍ د ضایعاتو کمولو او ملي سټنډرډونو د تطبیق په برخه کې پرمختګ راشي.

د سټندرد ملي ادارې رییس ملا فیض الله تمیم وايي: « له همدې امله د مشورت، لېبل ګونې، تفتیش او د انرژۍ د مدیریت بنسټ(لېمه) سره د دې تړون لاسلیک زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ په ځانګړي ډول د انرژۍ ښه مدیریت ته لاره هواروي. موږ په دې باور یو چې د حکومتي ادارو او تخصصي بنسټونو ترمنځ همکاري او همغږي کولی شي افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې پر لوري بوځي.»

د دې ادارې چارواکي زیاتوي، په ودانیو کې د انرژۍ د ضایعاتو مخنیوي لپاره د ملي او نړیوالو سټنډرډونو په استفادې د تحقیقاتې پروژو ترسره کول او په دې برخه کې د متخصصینو روزل، د اړتیا وړ علمي اسنادو او مدارکو تدوین او تالیف، په ودانیو کې د انرژۍ ساتلو لپاره د مشخص کوډ جوړول او په ودانیو کې د انرژۍ د ضایعاتو مخنیوی او د متخصصینو د ظرفیت لوړول د دې تفاهم لیک له اساسي موخو دي.

چارواکي له اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه او په خبره یې د حکومتي ادارو او تخصصي بنسټونو ترمنځ ښه او ګډه همکاري د ښې حکومتولۍ لپاره اړینه ده.

د سټندرد ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت وايي: « موږ ژمن یو چې د دې همکاریو له لارې د انرژۍ مدیریت علمي معیارونه جوړ او کیفیت یې لوړ کړو. دغه راز دولتي او خصوصي سکټورونه وهڅوو چې د انرژۍ سپما ته پاملرنه وکړي. په دې برخه کې د مختصصینو، خصوصي سکټور او علمي مرکزونو همکارۍ ډېر ارزښت لري.»

له بلې خوا، د لېمې مشورتي بنسټ د مسوولینو په خبره له یوه نیم کال پرله پسې هڅو وروسته وتوانېدل چې دغه تفاهم لیک د سټنډرډ ملي ادارې سره لاسلیک کړي او دا یې د سټندرډ جوړونې لپاره مهم ګام یاد کړ.

د یاد بنسټ مشر انجنیر محمد عمر تیموري د نیوکې په توګه د سټنډرډ ملي ادارې اوسنی وضعیت زوړ وګاڼه او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو غوښتنه  وکړه.

تمیوري په دې اړه وايي: « موږ اوس هم په هماغه ځای کې یو چې له نن ۶۰ کاله وړاندې وو. د مثال په توګه، تاسو د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته ورشئ او بیا ورشئ هغو روغتونونو ته چې اوس نوي جوړېږي، تاسو به خپله توپیرونه ووینئ. آیا نړۍ هم په تېرو ۶۰ کالو کې زموږ په څېر ویده وه؟ نه هېڅکله نه؛ بلکې نړۍ کار کړی او سټنډرډونه یې جوړ کړي دي.»

مسوولینو په دې کنفرانس کې د سټنډرډ ملي اداره د هېواد له مهمو ادارو وبله او ډاډ یې ورکړ چې د علمي او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو، ګډې همکارۍ او د هوکړه لیک په تطبیق سره به د انرژۍ د مصرف او مدیریت برخه کې مهم او اساسي رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist