د ۴ ورځو په تېرېدو سره لاهم د پاکستان حکومت د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو پریکړه نه ده کړې.
دغه لاره تېره شنبه (د کب پر ۴ مه) د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د نویو تأسیساتو جوړولو پر سر له پاکستاني ځواکونو سره ترشخړې رامنځته کېدو وروسته د پاکستان له خوا وتړل شوه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین دغه ډول اقدامات د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي او ټینګار کوي چې کابل او اسلام اباد دې دغه ستونزه د ډېپلوماټیکو خبرو اترو له لارې په دایمي توګه حل کړي.
د افغانستان او پاکستان د کډې سوداګریزې خونې مشر نقیبالله صافی وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د دواړو طرفونو له خوا د لارو دغه ډول بندول زیان اړوي، باید بنده نه شي بلکې هغه سیاسي مسایل له ډېپلوماټیکو لارو حل شي چې په بندر کې منځته راځي. د دې لارې بندول یوازې افغانستان یا پاکستان ته نه بلکې دواړو لورو ته زیان اړوي»
افغان پانګوال او سوداګر هم نه یوازې د تورخم لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي بلکې له اسلامي امارت غواړي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د بدیلو لارو موندلو هڅه وکړي.
سوداګر سخي احمد پیمان وايي: « زه تمه لرم چې سیاسي مسایل له اقتصادي مسایلو جلا شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو قوانینو له مخې سوداګري په نورمال بڼه مخکې لاړه شي. د دې لارې د تړلي پاتې کېدو په صورت کې، هم صنعتکاران زیانمن کېږي او هم هغه کسان چې صادرات او واردات لري. هیله لرم دا ستونزه د خبرو له لارې په دایمي توګه حل شي، که داسې نه شي، موږ هم باید په بدیلو لارو غور ورکړو؛ ترڅو بیا ځل له دې پلوه زیانمن نه شو.»
که څه هم پرون دوشنبه د ننګرهار مرستیال والي په ګډون ځینو نورو ځايي چارواکو له پاکستاني لوري سره د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو په موخه خبرې وکړې، خو پایله یې نه ده ورکړې او یاده لار د څلورمې ورځې لپاره هم بنده وه.
بله خوا، د باروړونکو موټر چلوونکي چې موټر یې په سوداګریز توکو بار دي، د لارې بند پاتې کېدو اندېښمن کړي او د ژر پرانیستلو غوښتنه یې کوي.
موټر چلوونکی حاجي نبي وايي: « یوه میاشت شوه چې دا لاره بنده ده، زموږ کورونه هاخوا دي او ډېرو ستونزو سره مخ یو. که حکومتونه دا ستونزه حل کړي او لاره خلاصه شي، ډېر به ښه وي.»
موټر چلوونکی صفت الله وايي: « دا څلور پنځه ورځې کېږي چې د تورخم لاره بنده ده او ورسره ټول کاروبار پر ټپه ولاړ دی. د کرښې دواړو غاړو ته خلک له ستونزو سره مخ دي. که دا لارۍ ځي او راځي، د ټولو کاروبار ورسره ښه وي خو که درېږي، نو عامو خلکو ته ډېرې ستونزې جوړېږي. موږ هیله لرو چې لاره ژر تر ژره خلاصه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د مسوولینو په خبره، د تورخم لارې له بندېدو راهیسې په څلورو ورځو کې دواړو خواوو ته په سوداګریزو توکو بار نږدې ۳ زره ۵۰۰ لارۍ ولاړې دي چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه ډالر مالي زیان اوښتی.
یوشمیر سوداګر او کارپوهان پاکستان تورنوي چې هر کال په افغانستان کې د تازه مېوو او کرنیزو محصولاتو د موسم په رسېدو سره په بېلابېلو پلمو د تورخم ، سپین بولدک او ډنډ پټان لارې د سوداګرو پرمخ تړي.