هرات ته له نورو ولایتونو راغلي کسان وايي، خوښ دي،چې امنیتي وضعیت سم شوی او کولای شي،په آرامه فضاء کې له تاریخي او نورو ځایونو لېدنه وکړي.
د هرات ولایت اوسېدونکی نظرمحمد خوشحال وايي:« له پرون راهیسي مو بیخي ډیر ځایونه لیدلي،تخت سفر ته وختلو، له هغه ځایه د هرات بام ته ولاړو،یو غر دی، باغ ملت ته ولاړو د دغه ځای په اړه مو هم اوریدلي وو. دلته هم راغلو خورا ډېرښه ځای دی.»
د اطلاعاتو کلتور ریاست چارسمبالی نعیم الحق حقاني وايې،هڅه کوي،چې کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته امنیت او نورې اسانیتاوې برابرې کړي.
حقاني زیاته کړه:«زموږ ځوانان د هېواد له ګوټ ګوټه غواړي،چې ښایسته هرات وویني او د هرات له تاریخي سېمو لیدنه وکړي. اسلامي امارت په دي هڅه کې دی،چې زموږ هېوادوالو ته اسانتیاوي رامنځته کړي.»
نیوکې دا دي،چې هرات کې له یوې خوا د تاریخي او لرغونو سېمو ساتلو ته پام نه دی شوی او له بل لوري د نورو هېوادونو په څېر ګرځندویانوته اړینې اسانتیاوي نه دي برابرې شوي.
باور دا دی،که چېرې د هېواد امنیتي وضعیت سم شي،ورسره سم به د ګرځندویانو شمېر زیات او د عوایدو کچه به لوړه شي.