د افغانستان بانک پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، هغه نغدې پیسې، چې د اسلامي امارت مسوولینو په پنجشیر، خوست، کابل او لوګر ولایتونو کې نیولې وې او د دې بانک په خزانه کې ساتل کېدې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ولېږدول شوې.
افغانستان بانک د دغو پیسو کچه څه د پاسه ۳۵۰ میلیونه افغانۍ او څه د پاسه ۳۷۷ میلیونه ډالر او دغه راز څه د پاسه څلور نیم زره یورو یادې کړې دي.
اعلامیه کې راغلي، په دغو پیسو کې څه باندې ۳۵۰ زره هندۍ کالدارې او درې سوه د عربو درهم هم شامل دي.
دغه راز هغه اندازه سره زر، چې د یادو پیسو سره یو ځای نیول شوي وو، د افغانستان بانک په خزانه کې د امانت په ډول ساتل کېږي.
یاد بانک ویلي، د دولت د بانکدار په توګه ژمن دی، چې له امانتونو په ښه ډول ساتنه وکړي.