Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هه نګاو: ایران کې د بندي افغانانو اعدام د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوی

هه نګاو: ایران کې د بندي افغانانو اعدام د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/24

له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې په ایران کې د یو شمېر زنداني افغانانو د اعدامولو موضوع د هرې ورځې په تېرېدو سره تودیږي.

تازه د هه ‌نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یوه سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ایران کې د ۷۵ افغانانو په ګډون، شاوخوا ۹سوه تنه اعدام شوي دي. په راپور کې ويل شوي، ياد کسان د ايران د حکومت له خوا د نشه ‌يي توکو قاچاق او وژنو په تور نیول شوي او بیا اعدام شوي دي.

د هه ‌نګاو د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د ايران له لوري د اعدام شویو افغانانو شمېر د وړم کال پر تله ۳ برابره زیات شوی دی.

د هه‌نګاو په کلني راپور کې راغلي: « ایران کې په ۲۰۲۴ کال ۹۰۹ تنه اعدام شوي چې له منځه ۷۵ تنه افغانان دي. دا شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې برابره لوړ شوی.»

د مهاجرانو او کډوالو مدافع مرتضی مطهري وايي: « باید د اسلامي امارت سفارت د مهاجرانو د حقوقي قضیو په تړاو بشپړې پلټنې وکړي او دغه راز باید د ایران اسلامي جمهوریت قضائیه قوه مهاجرینو ته دا حق ورکړي چې د خپلو حقونو قضیو د تعقیب لپاره مدافع وکیل ته لاسرسی ولري.»

د هه ‌نګاو د راپور له مخې، همدا تېره شنبه ۸ کسان چې دوه په کې افغانان وو، د ایران له خوا اعدام شوي.

د بشري حقونو مدافعان د دې ترڅنګ چې له ايران د اعدامونو بندولو غوښتنه کوي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت هم بايد د خپلو وګړو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي او په اړه دې اړه له ايران سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

د بشري حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « په ایران کې د دغو افغان وګړو اعدامول نه یوازې د مهاجرت له نړیوال کنوانسیون سره ټکر لري بلکې دا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د افغانستان دولت باید د ډېپلوماټیکو خبرو اترو له لارې د افغانانو د حقونو په اړه له ایران څخه شفافیت وغواړي.»

د سياسي چارو شنونکي د ايران له لوري د افغانان اعدامول د يو اړخيز قضاوت په اساس بولي او سرپرست حکومت مکلف ګڼي چې له دې کار د ايران راګرځولو لپاره غوڅ دریځ خپل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « دا د افغانستان اسلامي امارت دنده ده چې  له ایراني چارواکو سره اړیکه ونیسي، ترڅو په ایران کې د افغانانو له دا ډول اعدامونو څخه مخنیوی وشي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابولحسن صالحي وايي: « په زور او جبر سره د نه شړل، لومړنیو حقونو ته لاسرسی، د نه ځورولو او شکنجه کولو موضوع او دغه راز د هغوی عقایدو ته درناوی هغه اصول دي چې ایران نه دي رعایت کړي بلکې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل یې لاس پورې کړی.» 

دا اعدامونه په داسې حال کې دي چې موده وړاندې د ستري محکمې یو پلاوی افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږدولو او د هغوی د اعدام سزا د تخفیف په موخه ایران ته سفر وکړ. همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ایران او پاکستان په بندخونو کې شاوخوا ۱۱ زره افغانان بندیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist