Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: غواړم د مالي مرستو په بدل کې پاتې امریکايي تجهیزات له افغانستانه بېرته واخلم

ټرمپ: غواړم د مالي مرستو په بدل کې پاتې امریکايي تجهیزات له افغانستانه بېرته واخلم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/24

د امریکا ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یو ځل بیا افغانستان کې د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو خبره کړې.

ډونالډ ټرمپ په یوې غونډې کې د خبرو پرمهال ویلي، امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته هلته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات تر شا پرېښي چې په وینا یې اوس د سرپرست حکومت په واک کې دي.

د نوموړي په خبره، کله چې وینې هرکال د افغانستان پر سړکونو پر دغو تجهیزاتو پوځي پرېډونه ترسره کیږي، په وینا یې دغه صحنه دی سخت په غوسه کوي.

د امریکا ولسمشر ویلي: « ما د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا پوځ په بشپړ ډول ورغاوه. د تجهیزاتو یوه لویه برخه مو په افغانستان کې پرېښوده. که څه هم د امریکا پوځي امکاناتو ته په کتو یو وړه برخه وه. خو دغه تجهیزات اوس د طالبانو په واک کې دي. دوی هر کال پر سړکونو زموږ په دغو پاتې شویو تجهیزاتو پوځي پرېډ کوي او نندارې ته یې ږدي چې دغه صحنه ما په غوسه کوي. کله چې دغه څه وینم سخت غوسه کېږم.»

ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا هر کال له افغانستان سره دوه تر دوه ‌نیم میلیارد ډالره مالي مرسته کوي چې په خبره یې غواړي د دغو مرستو په بدل کې یاد پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.

هغه زياته کړې، په پاتې شویو تجهیزاتو کې وسلې، پوځي موټر او داسې نور وسایل شته چې د کیفیت له اړخه دا مهال د امریکايي پوځیانو له وسایلو هم غوره دي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي: « ډېر په دې نه پوهېږي. زه پوښتنه کوم، آیا په دې پوهیږئ چې موږ له افغانستان سره په کلني ډول دوه تر دوه‌ نیم میلیارده ډالرو پورې مالي مرسته کوو؟ په داسې حال کې چې دغو پیسو ته پخپله اړتیا لرو. تېره ورځ مې وویل، غواړم دغه مسئله و ارزوم. که ټاکل شوې وي چې دغه برخه پیسې هغوی ته ورکړو، ستونزه نه لري؛ خو په بدل کې یې غواړم پاتې شوي پوځي تجهیزات ترلاسه کړم. هغوی دغه تجهیزات پلوري. زه غواړم دغه لړۍ بدله کړم. باید دا مسئله وڅېړو او د جبرانولو لپاره یې ورته حللاره ومومو. زه غواړم دغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړم. هغوی دامهال ټانګونه، لوی پوځي موټر، وسلې او د شپې د لید عینکې لري چې د کیفیت له اړخه ان زموږ له عینکو هم غوره دي. دغه تجهیزات نوي دي او تازه له کارتن را اېستل شوي.»

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي وو، په ۲۰۲۱زېږدیز کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر بشپړو وتلو وروسته د شاوخوا ۷.۱ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات هلته پاتې شوي.

که څه هم د امریکا د مخکېني ولسمشر جوبایډن حکومت د دې تجهیزاتو د برخلیک په تړاو غوڅ دریځ نه درلود؛ خو واک ته د ډونالډ ټرمپ تر بیاځلې راګرځېدو وروسته داسې ښکاري چې ښايي د وسلو مسئله د امریکا او افغانستان ترمنځ پر ګرمه موضوع بدله شي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « دغه وسلې، تجهیزات، چورلکې او الوتکې له حقوقي پلوه ستونزې جوړولی شي؛ ځکه چې د امریکا متحده ایالتونو او متحدانو له خوا پخواني دولت ته ورکړل شوي، د پخواني دولت له خوا پېرل شوي نه دي. امریکایان په دې اړه ډېر حرفوي عمل کوي، حتمن په قرارداد کې داسې کوم څه شته چې دوی د دغو تجهیزاتو غوښتنه کوي.»

د چارو شنونکي له حقوقي اړخه دغه وسلې او تجهیزات د افغانستان شتمني او ملکیت ګڼي چې اوس د ټرمپ اداره یې د زور له لارې د بېرته ترلاسه کولو هڅې کوي.

دوی وايي، افغانستان ته د دې پوځي تجهیزاتو د ورکړې پرمهال، د بېرته ورګرځولو لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ هېڅ ‌راز دوه اړخیزه هوکړه نه ده شوې.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « ټرمپ تل په داسې عمومي مجلسونو کې داسې خبرې کوي چې هغه بیا نه تعقیبېږي، یوازې د خبرو او څرګندونو تر حده پاتې وي، یانې پالیسي نه وي بلکې یوازې خبره وي. زما باور دا دی چې د ټرمپ دا ډول څرګندونې باید ډېرې جدي ونه نیول شي.»

سرپرست حکومت د ټرامپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښولی؛ خو له دې وړاندې یې یاد تجهیزات د افغانستان ملکیت بللی او وايي، په هېڅ صورت به یې بېرته ور نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist