د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، دوحې ته د سفر په ترڅ کې افغان پلاوي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي.
په دغه لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې قطر له افغانستان سره همکاریو ته تیار دی او په بېلا بېلو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ال ثاني ویلي، له افغانستان سره به د اقتصادي همکاريو ترڅنګ په دغه هېواد کې د دایمي ثبات او پرمختګ لپاره هڅه کوي.
دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، دایمي سوله او نورو اړوندو مسایلو هم خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ افغان پلاوی وړمه ورځ دوحې ته تللی او هلته یې قطري چارواکو تر څنګ د امریکا له لوړ پوړي پلاوي هم کتلي دي.
سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، امریکایي پلاوي سره ناسته کې یې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د دوحې تړون پر عملي کېدو او دغه راز پر مثبتو دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي دي.
هغه وايي، ناسته کې ټینګار شوی، چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کېږي او دغه راز به اجازه نه ورکول کېږي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
متقي زیاتوي، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو هم خبرې شوي او ټینګار شوی، چې له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره باید د مرستو لړۍ پیل شي.
ټاکل شوې، چې د اسلامي امارت او امریکایي پلاوو تر منځ خبرې به نن هم دوام وکړي او په راتلونکو ورځو کې به د اروپایي هېوادونو له استازو سره هم پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي