Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لویو لارو مسافر: د بس چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارول د ټرافیکي پېښو سبب کېږي

د لویو لارو مسافر: د بس چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارول د ټرافیکي پېښو سبب کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/23

د هرات – کابل لویه لاره د هېواد له مهمو ټرانسپورټي لارو یوه ده چې هره ورځ زرګونه مسافر پرې تګ راتګ کوي.

خو دغه لار له خطرونو هم خالي نه ده او اکثریت د مرګونو ټرافیکي پېښو کوربه وي. د هرات اوسېدونکي وایي، یو شمېر موټر چلوونکي پر نشه ‌يي توکو روږدي دي او دا کار د سړکونو د امنیت او مسافرو د ژوند لپاره ستر ګواښ دی.

دوی ټینګار کوي چې باید د موټر چلوونکو پر فعالیتونو څارنه زیاته شي او روغتیایي معاینې يې په منظم ډول ترسره شي، ترڅو د احتمالي خطرونو مخه یې ونیول شي.

د هرات اوسېدونکی جمال الدین وايي: « له هغو مسافر وړونکو شرکتونو چې له دې ځایه کندهار او کابل ته مسافر لېږدوي، له مالکانو یې غوښتنه کوم چې خپلو موټر چلوونکو ته نصیحت وکړي چې په لارو چرس ونه څکوي، موټر په ډېر سرعت ونه ځغلوي ترڅو ټرافیکې حادثې ونه شي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی وايي: « پنځه شپږ ساعته دې لاره اوږده، خو په احتیاط دې لاړ شي دا غوره ده. په دغو بسونو کې ۵۰ تر ۷۰ تنو سورلۍ وي او که ټکر وکړي، زیاته مرګ ژوبله اړوي. باید په دې اړه پاملرنه وشي.»

په ورته وخت کې د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین وایي، د موټرچلوونکو د روغتیایي وضعیت څارنې مسوولیت د سرپرست حکومت پر غاړه دی او باید په اړه يې معاینات وکړي.

د یوه ټرانسپورټي شرکت رییس احمدالله په دې اړه وايي: « دا د ټرافیکو دنده ده، دوی باید موټر چلوونکي چک او معاینه کړي. هر کله چې موټر چلوونکي د موټر چلولو جواز یا لایسنس نوی کوي، باید له صحي پلوه چک شي؛ که چېرې کوم موټر چلوونکي نشه يي توکو کاروي، باید جواز ورنه کړل شي. کله چې موټر چلوونکی د چلولو جواز ونه لري، موږ موټر نه ورکوو. نو دا دنده خاص د ټرافیکو ده او موږ پورې اړه نه لري.»

له بلې خوا، د هرات ځايي مسوولین هم دغه ستونزه مني خو وايي، روان کال یې له معاينې وروسته پرنشه ‌يي توکو روږدي سلګونه موټر چلوونکي له دندو لرې کړي دي.

 د دوی په خبره، د موټر چلوونکو د روغتيايي وضعیت ارزونې بهیر لا هم دوام لري او هڅه کېږي چې د موټرچلوونکي په توګه د نشه يي توکو کاروونکو کسانو د ګومارنې مخه ونيول شي.

د هرات د نشه ‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وايي: « موږ سلګونه کسان معاینه کړل او یو شمېر په کې پر نشه يي توکو روږدي وو او د چرسو عملیان وو، چې موږ ترې د موټر چلولو جواز واخیست.»

د بس موټر چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارونې په تړاو اندېښنې داسې مهل زیاتېږي چې په دې وروستیو کې د هرات- کابل لویې لارې په اوږدو کې ټرافیکي پېښې د يو شمېر مسافرو د ټپي کېدو او مړینې لامل شوې دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist