Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کوونکو خپل جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کړل

admin by admin
2021/10/09

په کابل کې نن شنه د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۷ مه »  د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې زده کوونکو شااوخوا ۸۰ ډوله په خپل لاس جوړ شوي توکي په یوه نندارتون کې  نندارې ته اېښي دي.

زده کوونکي وایي، بېلا بېلې وړتیاوې لري،چې په کمو،خو شخصي لګښتونو یې ان بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي او په خبره یې  که همکاري ورسره وشي،کولی شي ټانکونه او نور مهم وسایل هم جوړ کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کوونکی احمد ظاهر وايي:« دا الوتکې کولی شي، تر دوه کیلو متره پورته شي او دغه راز تر دوه کیلو متره دوره وهي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو بل زده کوونکی محمد ادریس بیا وايي:« که راتلونکي کې موږ ته امکانات په لاس راشي،کولی شو،تر دې پرمختللي وسایل او الوتکې جوړې کړو، چې وکولی شي یو شی انتقال کړي، کشف وکړي او یا پوځي ګټه ترې پورته شي.»

د بودیجې، تجهیزاتو او بیخ بناء کمښت ترڅنګ د رسمي، نیمه رسمي او غیر رسمي زده کړو ترمنځ نه همغږي، د قانون او ظرفیتونو نشتوالی، د دندو نه توپیر او داسې نور هغه ستونزې دي،چې مسؤلین وایي، چارې او پرمختګ یې ورته پڅ کړی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې غړی روح الله هوتک وايي:«زموږا اوس ۸۵ سلنه نفوس له بې کارۍ سره مخ دی،چې د دوی لپاره باید یوه برنامه ریزي وشي او داسې پلې شي،چې وکولی شي،د کار بازر کې ګټور ثابت شي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر فضل الرحمن فاضل وايي:« د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په دې لټه کې ده،چې زده کوونکو ته په کم لګښت او شفافه توګه باکیفیته تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کړي.»

د پوهنې وزارت مرستیال  عبدالخالق صادق چې یاد نندارتون ته راغلی، ژمنه یې وکړه،چې له دغې ادارې سره به همکاري زیاته او له خیریه مؤسسو به وغواړي،چې مرستې ورسره وکړي.

صادق وايي:«موږ پر ټولو بهرنیو موسسو غږ کوو،چې له دغې ادارې سره همکاري وکړي،ترڅو پر پښو ودریږي او افغانستان ته خدمت وکړي.»

مسوولین وایي، داسې پروګرامونه به برابر کړي،چې له اوسني وضعیت سره مناسب وي، مالیي برخه کې پر ځان بسیا شي او په ټوله کې به داسې کادرونه وروزي،چې د هېواد هوساینې او بسیاینې لپاره کار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist