Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: افغانستان  یو بې پرې سیاسي دیپلوماسۍ ته اړتیا لري

admin by admin
2021/10/09

 د سیاسي یو شمېر شنونکي وایي، اسلامي  امارت دې بهرنی سیاست داسې تنظیم کړي،چې له مخې یې انډول په پام کې ونیول شي، ملي ګټې خوندي، ځمکنۍ بشپړتیا تامین، خپلواکي وساتي او د نه لاسوهنې او برابرۍ حق په نظر کې ونیسي.

شنونکي وایي،د سیمې او نړۍ هېوادونو منفي سیالۍ باید په افغانستان کې ختمې شي او مثبتو سیالیو ته چې د هیواد پرمختګ دی، وې وهڅوي.

د سیاسي چارو شنونکی سبحان الله مصباح وايي:« اړېنه ده،چې اسلامي امارت بهرنی سیاست داسې استوار کړي،چې ملي ګټې خوندي، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي وساتي، د نه لاسوهنې حق او د تساوي حق په نظر کې وساتي.»

شنونکي بارو لري،چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د سیمې پر کچه د یو شمېر هېوادونو بارو پر ځان زیات کړی، کابل ته د هغوی استازي راغلي، خو په خبره یې مهمه دا ده،چې د امریکا په ګډون د نړۍ هېوادونو باور ترلاسه کړي،هغه چې په فکر یې په مخکې یې ځینې ستونزې شته چې باید حل شي.

دوی تمه لري،چې قطر کې د اسلامي امارت استازو له نړۍ سره خبرې پیل کړي او راتلونکو اونیو کې به د لویو پرمختګونو شاهدان اوسي.

 د سیاسي چارو  شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« دې برخه کې د اسلامي امارت ځانګړي استازي په قطر کې له غربي هېوادونو سره وخت ناوخت ناسته ولاړه کوي. تمه شته،چې اسلامي امارت په راتلونکو اونیو کې د لویو ډیپلوماتیکو پرمختګونو شاهد اوسي.

طالبان هڅه کوي،چې نړۍ ته وښیي د کابل حاکمیت ترلاسه کولو وروسته نړۍ سره رغنده انساني، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.»

 د افغانستان اسلامي امارت سیمې او نړۍ ته ویلي، ورسره رغنده او ښې اړیکې غواړي او ډاډ یې ورکړی دی،چې افغان خاوره به د چا خلاف نه کارول کېږي،چې ځنو هېوادونو یې وړتیا منلې هم ده.

د اسلامي امارت د خبرپاڼې یوه خبره:« د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې کابل ته راغلی و او له اسلامي امارت سره یې د ښو هر اړخېزو اړیکو خبره کړې ده.

روسیې د روانې میاشتې په ۲۰ تاریخ د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي،چې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکوي.له کابل، مزار او کندهار څخه نړیوالې الوتنې پیل شوي.

یو شمېر سفارتونه کابل کې پرانستي دي او ښایي د دې لپاره وي،چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

شنونکي وایي، په تیرو ۲۰ کلونو کې چې د سیمې او نړۍ پر کچه افغانان له یو شمېر ناخوالو سره مخ شول،لامل یې جغرافیوي موقعیت او بل هغه حساسیتونه ول،چې افغانستان ورسره مخ وو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist