Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د سیمې هېوادونو لېوالتیا د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه زیری کېدای شي

admin by admin
2021/10/09

د سیاسي چارو یو  شمېر تحلیل کوونکي وايي، کابل ته د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتګ او له اسلامي امارت سره د تهران خبرې اترې،د افغانستان لپاره د ښې راتلونکي زیري ګڼل کیږي.

دوی وايي،  په راتلونکو څو اونیو کې د افغانستان په تړاو مسکو او فرانسې کې ځانګړې ناستې کېدوونکي دي  او په خبره یې دا ناستې افغانستان ته د نړیوالو د لېوالتیا نښې بللې کېږي.

دوی زیاتوي،چې په  دغو ناستو کې پر طالبانو د سختو فشارونو خبرې هم کېدای شي.

تحلیل کوونکی اجمل سهیل  وايي:« د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه  دوه مهمې نړیوالې ناستې چې یوه یې په مسکو کې د روانې اکتوبر میاشتې په  ۲۰ مه نټيه ترسره کېږي،چې له ګاونډیو هېوادونو سربیره په کې قطر هم بلل شوی او د اقتصادي،سیاسي او امنیتي برخو په اړه په کې بحث کېږي او بله ناسته په پاریس کې په ۱۳مه نیټه ده،چې تر ډېره به د طالبانو په مخالفت کې وي.»

ځنې تحلیل کوونکي په دې اند دي، که نړیوال له افغانستانه د بشر او ښځو حقونو د خوندیتوب او نړیوالو کنوانسینونو غوښتنه کوي، باید د هغوی د رسمیت پیژندلو ډاډ هم ورکړي،چې ویل کېږي،د سیمې یو شمیر هېوادونه په دې تړاو ګډ تصمیم نیسي.

تحلیل کوونکی خوشحال یوسفي وايي:« داسې انګېرل کېږي،چې ترکیه، منځنۍ اسیا، چین او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه پر ګډه د افغانستان په رسمیت پيژندلو او نه پیژندلو په تړاو ګډ تصمیم نیسي. که چیرې نړیوال له افغانستانه د بشر حقونو او ښځو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي،باید هغوی په رسمیت وپیژني.»

خو ځنې نور بیا دا کار ستونزمن ګڼي،چې نړیوالې دومره په اسانه او ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

تحلیل کوونکی ویس ناصري وايي:« له نړیوالو سره د افغانستان د تعامل په اړه باید وویل شي،چې له بده مرغه افغانستان اوس مهال انزوا ته تللی او تر هغې،چې طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني، دا ستونزمنه ده،چې له طالبانو سره دې اړیکې وپالل شي.»

دا خبرې داسې مهال کیږي،چې د طالبانو د حاکمیت څه باندې دوه میاشتې کېږي او تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی او نه یې ورسره د تېر په څېر اقتصادي اړیکې نورمال حالت ته ګرځولې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist