اجراییه ریاست، له ټولو ډلو غواړي چې له سیاسي او سوله ییزې لارې دې د خپلو غوښتنو لپاره مبارزه وکړي.
عبدالله عبدالله هیله لري چې ټولې ډلې لومړی په سیاسي بهیر کې شاملې او له هغې وروسته د خپل فکر او دریځ لپاره له سیاسي او سوله ییزې لارې کار وکړي.
هغه کابل کې د يو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د افغان امنیتي مسؤلینو سره په يوه ځانګړې ناسته کې وویل، له ټاکنو پرته په افغانستان کې روان سیاسي بهیر خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
خو یو شمېر شنونکي بیا وایي، دا وړاندیز هېڅ معنا نه لري او په وینا یې، اشرف غني او عبدالله له خپل اړخه شخصي فرمایش نشي ورکولای چې مخالفین دې راشي او له سیاسي لارې دې واک ته ورسېږي.
د دوی په باور تر کومې چې د اوربند او د جګړې د ختمولو هوکړه نه وي شوې، د افغان حکومت د مشرانو دا شان څرګندونې کومه ګټه نه لري.