د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف او د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.
پاکستان ویلي، قریشي او شرمن د دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان او سیمه ییزې سولې په هکله خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو او نورو وګړو پر ایستلو او د سیمې سولې او ثبات لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې.
وینډي شرمن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له پاکستان سره یې د افغانستان پر موضوع خبرې شوي او د پاکستان او امریکا تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو غږیدلي دي.
قریشي ویلي، امریکا او پاکستان د افغانستان په تړاو یو فکر لري او پاکستان له اسلامي امارت تمه لري، چې د امن او ثبات ترڅنګ د ټولو افغانانو د ژوند ښه والي لپاره کار وکړي.