د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی تېره ورځ قطر ته لاړ.
یاد پلاوی کې د اطلاعات او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجي محمد ابراهیم هم شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پر غاړه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نوموړی هیئت به د قطر هېواد له چارواکو او یو شمېر نورو هېوادو له استازو سره د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو خبرې وکړي.