Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له غزني کابل ته راغلې کورنۍ: ۱۷ میاشتې کېږي چې د زوی مو د مړي او ژوندي درک نه شته

admin by admin
2021/10/07

له غزني ولایت  څخه کابل ته یوه راغلې کورنۍ وايي، د سمیع الله په نوم یو زوی یې شااوخوا ۱۷ میاشتې وړاندې طالبانو بیولی، خو تر اوسه پورې یې د مرګ او ژوند په اړه مالومات نه لري.

دوی په دې اړه هره دروازه ټکولې،خو ناهیلې ترې راغلي او هېچا ورته نه دي ویلي چې زوی یې چیرته دی، مړی دی او که ژوندی.

د ورک شوي سمیع الله پلار محمد هاشم وايي:« له امارته مو غوښتنه دا ده،چې زموږ د زوی  په اړه دې مالومات راکړي او که څه جرم یې کړی وي راته دې ووایي چې بندي دی قید پرې وتلی او که یې وژلی وي،هم راته دې ووایي. موږ یې د ښځې برخلیک مالوم کړو، زما او د مور به یې زړه صبر شي او نور به یې پوښتنه نه کوو.»

د سمیع الله پلار وايې، زوی یې کوژدنه هم کړې،چې اوس د پلار په کور د سمیع په تمه ناسته ده.

د ورک شوي سمیع الله پلار محمد هاشم وايي:« کوژده مې ورته کړې وه او دوه میاشتې یې له کوژدې وتلې وې،د شااوخوا تلس کلونو په عمر و. مور یې ورپسې ژاړي، دا زموږ ژوند دی.»

د ورک شوي سمیع الله مور هم کابل ته راغلې، خو ناروغه ده او دا مهال په یو روغتون کې بستري ده.

دوی دلته د خپلو دوستانو په یوه نانوایي کې ژوند کوي او شااوخوا ۱۵ ورځې کېږي،چې دلته دېره دي.

د سمېع الله تره وایي، وراره یې غلو هم نه دی وړی،ځکه موټر یې پرېښې دی او نه هم شخصي دښمني لري.

دهغه په وینا وراره یې تېرحکومت کې هم دولتي دنده نه لرله،خو نه پوهېږي،چې سمیع‌الله ولې طالبانو له ځانه سره وړی دی.

د ورک شوي سمیع الله تره بخت محمد وايي:« دا خو نه د تجار زوی و،چې چا به د پیسو لپاره وړی وي، له چاسره شخصي دښمني هم نه لري.»

د سمیع الله ورور بیا وایي، کور کې یې وړې خویندې او ورونه د دروازې له ټک سره ځان دروازې ته رسوي،چې ګواکې ورور به یې وي، خو بېرته ناهیلي شي او هره ورځ په دې تمه وي،چې نن به یې ورک ورور کور ته راشي.

د ورک شوي سمیع الله ورور عبدالهاشم وايي:« د کورنۍ ټول غړي په دې تمه یوو.چې زموږ ورور به راشي او د دروازې له ټک سره لوی او واړه دروازې ته منډه کړي،چې سمیع به وي، خو هغه نه وي او بېرته ناهیلي شي، شپه او ورځ مو همداسې تېریږي.»

اتلس کلن سیمع ‌لله اولس میاشتې وړاندې د غزني اندړو ولسوالۍ په ملامحمد کلي کې د وسله ‌والو کسانو له خوا تښتول شوی او تر اوسه پوررې یې د ژوند او مرګ درک نه دی لګېدلی.

دوی له اسلامي امارته غواړي،چې د کورنۍ د ورک شوي دغه غړي د مرګ او ژوند په اړه یې مالومات ورکړي. 

په دې تړاو مو د کورنیو چارو وزارت سره په بار بار اړیکه ټینګه کړه،خو جواب یې رانه کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist