Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: پاکستان د ټولو افغانانو ایستلو پلان قطعي کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/20

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، پاکستان منلې چې له اسلام‌اباد، راولپېنډۍ او په نږدې وخت کې له ټول پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي  دی.

 ددغه سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، د افغان کډوالو د ایستلو اوسنۍ پروسه په نااعلان شوې توګه پیل شوې او په اړه یې دوی او ملګري ملتونه نه دي په جريان شوي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، افغانان په لنډ وخت کې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه شي وتلی او د ستونزې حل لپاره يې له پاکستان سره خبرې کړي.

د اعلامیې یوه برخه:« په دې وروستیو کې په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې افغان اتباع د پولیسو له لوري نیول کېږي، پلټل کېږي او ورته ویل کېږي، چې له دغو ښارونو ووځي او د پاکستان نورو برخو ته دې نقل شي. افغانانو د نیولو دغه پروسه، چې په نا اعلان شوې بڼه پیل شوې او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکړل شوې.»

په اعلاميه کې راغلي، دا موضوع یې په کابل کې د سرپرست حکومت  له چارواکو سره هم شریکه کړې، څو د افغان کډوالو په ستنېدو کې پر شته ننګونو غور وکړي.

د اعلامیې یوه برخه:« دا د پاکستان حکومت رسمي پرېکړه ده، چې له دې وروسته به په اسلام‌اباد او راولپينډۍ کې یوازې هغه افغانان کولی شي واوسي، څوک چې ویزه ولري. پاکستاني چارواکو وویل، حکومت یې پرېکړه کړې، چې د (آې.سي.سي) او (پي.او.آر) کارتونو لرونکي کډوالو په ګډون ټول افغان کډوال سم‌لاسي له اسلام‌اباد او راولپينډی وباسي او په نږدې راتلونکي کې به له ټول پاکستان اخراج شي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ هم ويلي، د پاکستان له دواړو ښارونو د افغانانو ایستل به په دوو پړاوونو کې ترسره شي، چې په لومړي پړاو کې یې د روانې فبرورۍ تر ۲۸مې هغو افغانانو ته د وتلو امر کړی، چې دغلته د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:« پاکستان پرېکړه کړې، چې ټول افغانان پرته له هغوی، چې معتبرې ویزې لري، باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۲۸مې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي او دغه راز هغو کسانو ته، چې له پاکستان د باندې د بیا مېشتېدو یا لېږد پروګرامونو اړوند اسناد لري، د پاکستان حکومت له لوري ورته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړل شوی.»

له دې سره په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال پاکستان کې په روان وضعیت سخت اندېښمن دي او وایي، د پاکستان دې پرېکړې له سختو ننګونو سره مخ کړي او نه شي کولی چې په لنډ وخت کې له اسلام‌اباد او رالپېنډۍ ووځي.

پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي:« داسې ژر چې د فبرورۍ تر ۲۸ مې پورې چې شاوخوا ۸ یا ۹ ورځې پاتې دي، د مارچ ترې ۳۱ پورې هم دوی ته وخت ورکړي، دغه افغان مهاجرین نه شي کولی د پاکستان له اسلام آباد او راولپنډۍ ووځي او خپلو کارونه پای ته ورسوي.»

پاکستان کې یو بل افغان کډوال اول خان بیا وايي:« لکه څرنګه چې اوس حکومت اعلان کې له اسلام اباد او راولپنډۍ دې افغانان وروڼه باعزته خپل هېواد ته ولاړ شي، نو موږ د پاکستان له حکومته دا غوښتنه کوو چې له افغانانو سره د رحم معامله وکړئ.»

د کډوالو حقونو مدافعان د پاکستان وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ بولي او وایي، پاکستان هڅه کوي پر افغان کډوالو فشار د سیاسي وسیلې په توګه وکاروي.

 دوی له سرپرست حکومت او نړيوالو غواړي چې د افغان کډوالو ستونزو او ننګونو ته رسېدنه وکړي.

له دې وړاندې د سرپرست حکومت چاروکو ویلي و چې اسلام‌اباد له افغان کډوالو د فشار وسيلې په توګه کار اخلي چې افغان کډوالو سره روان چلن د کډوالو نړیوالو اصولو او ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی او د درولو غوښتنه یې کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist