د بهرنیو چارو وزارت کې تازه ځينې ګومارنې شوي او د دوه ریاستونو لپاره رئیسان ټاکل شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وايي، د تازه ټاکل شويو کسانو په مسلکیتوب او ژمنتیا باوري دي او په وینا یې ټاکنه یې د مسلکیتوب پراساس کړې ده.
خیرالله شینواری چې دمالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې یې زده کړي او اوس په دغه برخه کې پر ماسټرۍ بوخت دي، په بهرنیو چارو وزارت کې د مالوماتي ټیکنالوژۍ د رئیس په توګه ګومارل شوی دی.
شینواری وايي،د بهرنیو چارو وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم یې نن رسما کار پيل کړی دی.
شینواری زیاتوي:« د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي له موږ د تخصص او مسلک پوښتنه وکړه او له هغې وروسته موږ په اړونده برخه کې خپله تجربه او تخصص ورسره شریک کړ. بالاخره زه یې د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتي ټیکنالوژۍ د رئیس په توګه وګومارلم.»
شفیع اعظم ، بیا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رئیس په توګه ټاکل شوی دی. اعظم په اقتصادي برخه کې تر ماسټرۍ کچې زده کړي او له طالبانوسره په وسله واله مبارزه کې یې هېڅ ډول عملي رول نه درلود.
اعظم وايي، له هغې وروسته چې له ترکیې کابل ته راغی،داسلامي امارت له لوري ورته دنده ورکړل شوه .
اعظم زیاتوي:« چون زه یو لوستی ځوان وم،ما په اقتصاد کې زده کړي دي او په دغه برخه کې کافي تجربه لرم. پر همدې اساس د اسلامي امارت له لوري په بهرنیو چارو وزارت کې ماته د دغې برخې مسوولیت را پر غاړه شو.»
که څه هم پر سرپرستې کابینې نیوکې شته،چې ټول شموله نه ده،خو مسوولین وايي، کابینه یې ټول شموله، مسلکي او ملي ګټو ته د ژمنو پر اساس تشکیل کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت وايي،هغه مسلکي کادرونه به بېرته راوغواړي،چې له هېواده بهر تللي دي .
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد رئیس شفیع اعظم وايي:« زه باور لرم،کوم تخنیکي کسان چې بهر ته تللي بېرته رابلل کېږي او په اړوندو برخو کې به ترې کار واخېستل شي.»
د بهرنیوچارو وزارت دمالوماتي ټیکنالوژۍ خیر الله شینواری وايي:« د اسلامي امارت رهبري مقرریان د شایسته سلارۍ او مسلک پر اساس کوي او هڅه کوي،چې هغه کسان په دندو وګوماري،چې وړ وي او په ځانګړې توګه په بهرنیو چارو وزارت کې دغه زیات مراعت شوی دی.»
داقتصاد او مالوماتي ټیکنالوژۍ ریاستونه په بهرنیو چارو وزارت کې له مهم پوسټونو دي، چې د هېواد د بهرني سیاست په دستګاه کې مهم رول لري.