Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوداګر: د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو اغېزمن کړي یو 

admin by admin
2021/10/07

د سپین بولدک – چمن لارې له تړل کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د خلکو او سوداګریزو توکو پرمخ تړلې،چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه اوشتي دي.

یو شمېر افغان سوداګر وايي، د دواړو لارو له بندیدو سره یې تازه میوې په خرابېدو دي او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.

دوی  پاکستان له افغانانو سره په دوه مخي چلن تورنوي  او وايي، کراچۍ او نورو بندرونو کې یې د افغان سوداګرو مالونه درولي،چې د خرابیدو په حال کې دي.

افغان سوداګر محمد نبي  وايي:« پاکستان له زموږ سره دوه مخی سیاست کوي. د میوو په وخت کي لارې بند وي او ترڅنګ یې زموږ عامو خلګو ته ستونزې جوړوي،چې ناروغان لري،خو هېڅکله پاکستان له خپل دوه مخي سیاست څخه تېر نه شو.»

سوداګرۍ خونه هم مني،چي پاکستان تل د افغانانو پر وړاندې ستونزې رامنځته  کړي او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د تورخم دروازې سربېره د سپین بولدک تړل کېدو هم سوداګري اغیزمنه کړې ده.

د کندهار د سوداګرو ټولنې مشر نانی اغا وايي:«  زموږ سړکونه له انارو څخه ډک دي او موږ د حکومتونو په سیاستونو نه پوهېږو،چي ولي  له  زموږ سره داسي کوې؟ ستونزه د پاکستان حکومت جوړه کړې،چي دروازه یې بنده کړې.»

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي،په ستونزو خبر دي او ډېر ژر به له پاکستاني لوري سره د شته ستونزو حل پیدا کړي.

کریمي زیاتوي:« موږ له دواړو ستونزو خبر یو،هڅه کوو،ترڅو له پاکستاني لوري سره د ستونزو د حل په موخه خبري وکړو او د افغانانو ستونزه حل شي.»

په سپین بولدک او تورخم کې دا مهال ګڼ شمیر افغانان انتظار باسي،چې پښتونخوا او پاکستان ته واوړي،خو یادې لارې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist