روغتیا نړیوال سازمان وایي، د دې واکسینو له جوړېدو سره به د سلګونو زرو ناروغانو ژوند وژغورل شي.
ملاریا په افریقا او ګڼو نورو هېوادونو کې هر کال زرګونه کسان مړه کوي، چې ډېره برخه یې ماشومان دي.
د دغو واکسینو نوم موسکېرېکس دی، چې په بریټانیا کې د درملو یوه شرکت له لوري جوړ شوي دي.
دا واکسین د یوې لسیزې لپاره تر کلنیکي ازمایښت لاندې و او په ۲۰۱۹ کال کې په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې پر ماشومانو هم ازمویل شو وو.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د ملاریا ۹۴ سلنه قربانیان په افریقا کې دي، چې دا واکسین به د ډېرې مړینې مخه ونیسي.