د پاکستان په سویل بلوچستان ایالت کې نن سهار وختي زلزله شوې، چې له امله یې ۲۰ تنه مړه شوي او له ۲۰۰ زیات ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وایي، زلزلې په کوېټه کې ډېری هغه کسان مړه کړي، چې دېوالونه او چتونه پرې غورځېدلي دي.
چارواکي وایي، په مړو شوو کې تر دې دمه یوه ښځه او شپږ ماشومان شامل دي.
د ژغورنې ډله سیمې ته رسېدلې او مني، چې لږ تر لږه شل کسان مړه شوي دي.
د اروپا د مېټرولوجي اداره وایي، زلزله د ریکتر په کچه ۵.۷ درجې وه، چې د بلوچستان مرکز کویټې په غرنیو سیمو کې شوې.
پاکستاني چارواکي وایي، مرستندویه او د ژغورنې ډلې یې سیمې ته رسېدلي او هرڅه له نږدې څاري.