Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې له موټرو د لیزري څراغونو لرې کولو کمپاین پیل شو

ننګرهار کې له موټرو د لیزري څراغونو لرې کولو کمپاین پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/18

د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او له امله یې د مرګ ژوبلې کمولو په موخه، ننګرهار کې له موټرو د لیزري څراغونو د لرې کولو کمپاین پیل شو.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دې کمپاین موخه موټر چلوونکو ته د شپې له خوا سفر پرمهال د اسانتیاوو برابرول او د ټرافیکي پېښو مخنيوی دی.

دوی زیاتوي، دغه کمپاین به تر هغې ادامه ولري چې ننګرهار کې له ټولو موټرو لیزري څراغونه لرې شي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز وايي: « هر هغه څه چې هېوادوالو ته ضرر وي او د هېوادوالو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، دا د حاکم نظام مسوولیت دی چې رفع یې کړي. یو له دغو ضررونو هم لایزي څراغونو موجودیت دی؛ ځکه چې اکثریت د موټرو د ټکر او زموږ د هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب کېږي. موږ خپلو مجاهدینو ته امر کړی چې هېچاته اجازه ورنه کړي، ترڅو پر خپل موټر لایزري څراغونه ولګوي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.»

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مرستیال دغه راز وايي، د روان کال له پیل راهیسې د جلال اباد په مختلفو سیمو او همدارنګه ننګرهار ته د غځېدلو لارو په اوږدو کې ۱۴۲ ټرافیکي پیښې رامنځته شوې چې له امله یې شاخوا۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مبارز زیاتوي: « د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ د ټرافیکو مدیریت په تېر یوه کال کې، ۱۴۲ پېښې څېړلې دي. په دغو ټرافیکي پېښو کې ۹۶ تنه هېوادوال شهیدان شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.»

په همدې حال کې موټر چلوونکي د ټرافيکي پېښو د مخنيوي لپاره تازه پيل شوی کمپاين مهم ګڼي او د کمپاين ترڅنګ د موټر چلولو پرمهال پر احتياط هم ټينګار کوي.

موټر چلوونکی اسامه وايي: « کله چې لایزري څراغ لرونکی موټر مخامخ را روان وي، هېڅ لاره نه درته ښکاري. موږ په دې کمپاین ډېر خوښ یو، دا دی وګورئ یو څراغ یې زما هم لرې کړ. لایزري څراغونه حتی له موږ ډرېورانو هم لاره ورکوي، نابلد کسان خو بیخي ورسره تکلیف وي.»

یو بل موټر چلوونکی عزیز الله وايي: « لایزري څراغونه د ټرافیکو په قانون کې منع دي، ځکه چې د مقابل طرف ډرېور سترګې اخلي او له امله یې حادثه کېږي. د ټرافیکو له مدیریت غوښتنه کوو چې دغه څراغونه له موټرو وباسي، باید ټول څراغونه ساده شي، ترڅو ډرېوران په آرامه موټر وچلوي.»

د ننګرهار اوسېدونکي ټینګار کوي، که د لیزري څراغونو د لرې کولو او همدارنګه د موټر چلوونکو پر احتیاط سربېره، سرپرست حکومت د سړکونو پراختیا ته هم پاملرنه وکړي، ښايي ټرافیکي پېښې ورسره د پام وړ کمې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist